ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Dec 2014 - 11:48
ننګرهار کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Dec 2014 - 11:48

جلال اباد (پژواک، ٢۵ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د ملي پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د لېندۍ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده نښته نن سهار څلور بجې د پچيراګام ولسوالۍ د ماماخېلو په سيمه کې رامنځته شوې وه.

د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو د ماماخېلو پر امنيتي پوستو بريدونه ترسره کړل چې د ملي پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول او وسله وال مخالفين يې شا تګ ته اړ کړل.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي، ١١ ټپيان دي او يو پوليس هم ټپي شوى دى.

مشرقيوال دغه راز وويل چې يو وسله وال په ټپي حالت کې ژوندى نيول شوى او په وژل شوو وسله والو کې يو پاکستانى هم شامل دى.

دی وايي، د دې نښتې پر مهال له وسله والو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د مرمۍ چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ټپيان کړي دي.

هغه دغه راز وايي چې تېره شپه د جلال اباد په هوايي ډګر کې د ځانګړې قطعې ځواکونو د ښار په لومړۍ ناحيه کې عمليات ترسره کړي دي.

د مشرقيوال په وينا، د عملياتو په پايله کې څلور تنه نيول شوي چې په ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود.

دی وايي چې په يادو کسانو کې دوه د بغلان، يو تن د پروان او يو بل د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د لومړۍ ناحيې يو اوسېدونکى اسدالله هم وايي چې تېره شپه يې په سيمه کې عمليات شوي، خو دا چې څوک يې نيولي، په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.