څلورم تعقيب – لښکرګاه ( پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٣): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابلبانک پر څانګې ډله ييز بريد د څلورو بريدګرو په ګډون د لسو تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.
يوې ډلې ځانمرګو بريدګرو نن د ليندۍ په ٢٦مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابلبانک پر څانګې بريد وکړ .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريدګرو شمېر څلور تنه وو، چې دوو يې ځانونه الوځولي او دوه يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مرستيال جنرال محمد ولي صميمي د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د بانک پنځه کارکوونکي او يو پوليس وژل شوي.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د اوو نظاميانو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي، چې په کې ملکي وګړي او د کابلبانک کارکوونکي هم شامل دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته اوه جسدونه او اته ټپيان راوړل شوي ، خو دا يې ونه ويل چې دوى څوک دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند عبيد دغه راز وويل ، کله چې لومړى بريد پاى ته ورسيد، نو د کابلبانک په څومترۍ کې په يوه رېکشاه کې د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه وشوه، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
د کابلبانک د يادې څانګې مسوول حاجي ايوب تر بريده وروسته له بانک څخه روغ وتلى دى.
هغه د بانک مخې ته پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې يوشمېر مراجعين او د بانک کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو نوموړى چې ډېر وارخطا ښکاره کېده، د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
حاجي ايوب وويل چې ددولت د ملکي او پوځي مامورينو معاشونه حواله شوي وو او په دې ورځ په بانک کې د مراجعينو ګڼه ګوڼه زياته وه.
د عبدالغيور په نامه د ملي اردو يوه سرتېري پژواک ته وويل ، دى بانک کې وو چې څو وسله وال راننوتل، ډزې يې وکړې او وروسته چاودنه وشوه.
هغه وويل چې کله بهر راووت د دويمې چاودنې غږ يې هم وارېده.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى اوزياته کړې يې ده چې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې په ننګرهار، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د کابلبانک پر څانګو ډله ييز بريدونه شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن