Language

وسله والو د غزني د ولايتي شورا يو وکيله ټپي کړه

غزني ښار (پژواک، ٥مرغومى ٩٣):  ناپېژانده وسله والو د غزني د ولايتي شورا يوه وکيله نن له غرمې مخکې پر ډزو سره ټپي کړه .

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې دوه موټر سايکل سپرو وسله والو د غزني د ولايتي شورا يوه ښځينه برحاله وکيله ذکيه رحيمي نن له غرمې مخکې په څه کم يوولسو بجو د غزني ښار اړونده  د قلعه شاده سيمې کې  دکور مخې ته ټپي  کړه .

ده وويل چې يادو موټر سايکل سپرو لومړى رحيمي ته عريضه وړاندې کړې او له هغه وروسته يې  د بې غږه تومانچې پر ډزو ټپي کړې او ياد وسله وال په تېښته بريالي شوي .

ده زياته کړه چې په دې اړه د امنيتي ادارو له خوا پلټنې پيل شوې دي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع  پېښه تاييد کړه او پژواک اژانس ته يې وويل چې د ذکيه رحيمي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى .

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې ذکيه رحيمي په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوې ده .

هغه زياته کړه چې د نوموړې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى .

تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا نه دى منلى .

د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې د ذکيه رحيمي خاوند د خپل يوه ګاونډي له خوا هغه مهال ووژل شو ، چې کله يې د ماشومانو په سر ورسره شخړه رامنځته شوه .