خوست (پژواک، ٦ مرغومى ٩٣): د خوست جهادي څېرو له نوي حکومته په کابينه کې پخواني مجاهدينو ته د ونډې د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی دغه څرګندونې نن په خوست ښار کې د جدې د شپږمې نېټې، چې افغانستان ته د پخواني شوروي د يرغل له ورځې سره برابره ده، د غندنې په يوه غونډه کې وکړې چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړی و.
د خوست يوه جهادي مشر داود خان شهيدزوی پر پخواني حکومت نيوکه وکړه چې مجاهدينو او د قربانيانو کورنيو ته يې هېڅ پاملرنه ونه کړه.
نوموړي له ولسمشر غني په کلکه وغوښتل چې په حکومت په ځانګړي ډول په کابينه کې د پخوانيو مجاهدينو ته پوره ونډه ورکړي.
شهيدزوی زياته کړه: ((که مجاهدينو ته په نوي حکومت کې خپله برخه ورنه کړل شي، د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلو.))
د دغه ولايت د سولې شورا مشر مولوي حنيف شاه حسيني وويل چې د پخواني شوروي د يرغل پر وړاندې مجاهدينو سخته مبارزه کړې او هغوی يې له هېواده وشړل، خو نن ورته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.
هغه پر پخوانيو مجاهدينو غږ وکړ چې د خپل حق د ترلاسه کولو او دغه راز اوسنيو ستونزو ته د هواري د لارې موندلو لپاره خپلمنځي مخالفتونه شا ته وغورځوي او له يوه بل ملاتړ وکړي.
مدني فعال ډاکټر کمال سادات يادې غونډې ته په خبرو کې پر پخوانيو مجاهدينو د سختې نيوکې په ترڅ کې وويل چې د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته يې خپل هېواد په خپله د بحران خوا ته بوت.
هغه وويل: ((څه شو ستاسو هغه جهاد؟ چې شهيدان مو ورکړل، خو د هغوی بې سرپرستې کورنۍ مو پرېښودې او لا هم در په دره دي. که تاسو خپلمنځي مخالفتونه نه وای کړي، نو اوس به په دې حالت کې نه وو.))
سادات له هغوی په کلکه وغوښتل چې په حکومت کې د خپلې ونډې د ترلاسه کولو، د اداري فساد مخنيوي، د عدالت تامين او دغه راز کونډو او يتيمانو ته د حق په ورکولو کې جدي مبارزه وکړي.
د مرغومي پر شپږ مې نېټې د سرو لښکرو د يرغل د غندلو په ياده غونډه کې يو شمېر نورو پخوانيو مجاهدينو هم په خبرو کې له نوي حکومته د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو په ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په شپږمه نېټه پر افغانستان پوځي يرغل وکړ.
افغانانو د دغه يرغل پر ضد جدي غبرګون وښود او علماوو د جهاد اعلان وکړ چې په پايله کې يې سلګونه زره افغانان ووژل شول، معيوب شول، سلګونه زره يې بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول او د دغو قربانيو په پايله کې مجاهدينو بريا خپله کړه.