Language

اووه وسله وال او درې پوليس وژل شوي

خوست-ګردېز-جلال اباد (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): د پکتيا او ننګرهار ولايتونو په دوو چاودنو کې درې پوليس وژل شوي، بلخوا په خوست کې د اوو وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوى دى.

د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې په ګردېز ښار کې پر هغو پوليسو چاودنه شوې، چې پر ګزمې بوخت وو.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

دغه راز  نن سهار د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم پر پوليسو چاودنه شوې ده.

د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بلخوا د خوست ولايت چارواکي وايي چې په صبريو ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر ډلمشرانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي دي.

د ولايت مقام له خوا پژواک اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د صبريو امنيت مخکې خراب و، خو په وروستيو درېيو کلونو کې يې امنيت ډېر ښه شوى دى.

خو سرچينې زياته کړې چې په دې وروستيو کې وسله والو يو ځل بيا د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې خوځښتونه پيل کړي وو‌.

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د يو شمېر سرګروپانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شوو کې پنځه تنه د صبريو په مکتب بازار او دوه نور د همدې ولسوالۍ د نوري کلي په سيمه کې له منځه تللي دي .

دغه راز د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له غرمې وروسته د همدې ولسوالۍ د خلبيسات په بازار کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

وسله والو د يادو چاودنو او عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.