کابل (پژواک، ٩ مرغومى٩٣): په کابل کې لاريون کوونکو په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د مخنيوي او د دغو پېښو د عاملينو د عدلي او قضايي تعقيب غوښتنه وکړه.
لسګونو لاريون کوونکو نن سهار لس نيمې بجې خپل لاريون د صدارت له څلورلارې پيل کړ او له غرمې وړاندې يوولس نيمې بجې د ايران د سفارت په مخکې پاى ته ورسېد.
دوى چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده وايي چې له کلونو راهيسې په ايران کې د مېشتو کډوالو سپکاوى دوام لري، خو په دې وروستيو کې نور هم ډېر شوى دى.
د دوى په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي چې د يوې ويډيو تصوير ښکاروي چې ايراني سرتېرى افغان کډوال سپکوي او اړباسي يې چې پر وړاندې د تعظيم سر کېږدي او همدارنګه د هغه هېواد په يوه ښوونځي کې د ايراني ښوونکي له خوا د څلورو کډوالو افغان زده کوونکو بې شرمانه رټنه د افغان کډوالو د سپکاوي له تازه پېښو دي.
په پرېکړه ليک کې همدارنګه يادونه شوې چې د ايران په ٩ ولايتونو کې پر افغانانو بنديز او د افغان ماشومانو لپاره په ښوونځيو کې د فيس درې برابره زياتوالى د افغان کډوالو پر وړاندې د ايران له نورو نامناسبه اقداماتو دي.
اعتراض کوونکو ليکلي: ((موږ (معترضان، مدني فعالان او د افغانستان خلک) د ايران اسلامي جمهوريت، افغان ملي يووالي حکومت په ځانګړي ډول د بهرني سياست له دستګاه او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې په دې اړه سخت غبرګون وښيي.))
په پرېکړه ليک کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې متناسب او معقول سياست غوره او عملي کړي او وروستۍ پېښې په جدي ډول وپلټي.
اعتراض کوونکو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د کډوالو اړوند کنوانسيون په عملي کولو سره د ايران پر دولت زور راوړي چې په ايران کې د افغان کډوالو د ځورونې وروستۍ پېښې په جدي ډول وڅېړي.
مدني فعال او د لاريون ګډون کوونکي عباس فراسو وويل چې په ايران کې هره ورځ د افغان کډوالو حقوق تر پښو لاندې کېږي او دغه لاريون يې هلته د مېشتو کډوالو له حقونو د ملاتړ په موخه کړى دى.
د کابل ښار اوسېدونکې او دلاريون ګډونوالې ليلا محمدي پر افغان حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: ((حکومت مکلف دى چې په هر هېواد کې له افغان کډوالو ساتنه وکړي.))
د دې په خبره، څرنګه چې د ايران دولت ژمنه کړې وه چې افغان کډوالو ته به د کسب، ښوونې او روزنې زمينه مساعدوي، خو تر اوسه يې خپلې دغه ژمنې نه دې عملي کړې او حتى د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي.
محمدي د ملي يووالي له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه موضوع دې له ډيپلوماتيکو لارو چارو له ايراني دولت سره مطرح کړي او د افغان کډوالو حقونه دې نه خوړل کېږي.