ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم – جلال اباد د دويم لين سړک يو شمېر پلونه بېرته ويجاړ شوي

د تورخم – جلال اباد د دويم لين سړک يو شمېر پلونه بېرته ويجاړ شوي

author avatar
2 Jan 2015 - 09:54
د تورخم – جلال اباد د دويم لين سړک يو شمېر پلونه بېرته ويجاړ شوي
author avatar
2 Jan 2015 - 09:54

جلال اباد ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣ ) : د ننګرهار چارواکي وايي چې پاکستان له تېرو شپږو کلونو راهيسې د تورخم- جلال اباد ددوهم لين سړک کار پيل کړى، خو بشپړوي يې نه.

بلخوا پر يادې لويې لارې جوړ شوي يو شمېر لوى او واړه پلونه بېرته ويجاړ شوي دي.

د يادې لويې موټر چلوونکي او چارواکي وايي، که چېرې د پاکستان حکومت د خپلې کړې ژمنې له مخې ياد سړک جوړ کړي نو د دوى ستونزې به هوارې شي او که چېرې يې دوى نه جوړوي نو بايد مرکزي حکومت يې غم وخوري.

شا و خوا شپږ کاله کېږي چې د تورخم-جلال اباد دويم لين سړک چارې د پاکستانۍ ساختماني کمپنۍ له لوري پيل شوې وې، چې د دوهم لين سړک چارې يې تر نيمايي بشپړې شوې هم وې خو چارې يې په ټپه درېدلي دي.

څو ځله د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د ياد دوهم لين سړک د جوړېدو ژمنې وکړې ، خو تر اوسه پورې کوم عملي اقدامات نه دي شوي، تېر کال هم د پاکستان د ماليي وزير اسحاق ډار د ياد سړک د چارو د بيا پيل د پرانستې پر مهال ژمنې کړې وه، چې تر ټولو ژر به ياد سړک بشپړ شي خو تر اوسه پورې يې درک ونه لګيد.

د تورخم جلال اباد په لويه لار د يوې باردارې لارۍ چلوونکى امان الله چې د خيبر ايجنسۍ اوسيدونکى دى پژواک اژانس ته وويل چې د لارې د خرابيدو له امله يې تېر کال د پيازو او الوګانو يوه پيره تر کابله په ٣٠٠٠٠ روپۍ کوله چې اوس په ٦٠٠٠٠ پاکستانيو روپيو هم بار ليږدولو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي زياته کړه : ((  سړک يو طرفه ده او پر لاره ډېره زياته ګڼه ګوڼه وي، موږ چټک تګ نه شو کوې، او د يوې ورځې سفر مو دوه ورځې شي.))

د همدې لارې يو بل موټر چلونکی محمد عارف پژواک ته وويل  چې ددويم سړک د نشتون له امله نه يواځې چې چلوونکي له ستونزو سره مخامخ دي، بلکې ټول عام خلک، تلونکي او راتلونکي په تکليف دي او په وېره سفر کوي.

هغه زياته کړه،‌ چې پر دې لاره ترافيکي پېښې هم زياتې شوي دي او هره پېښه کې څو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکی محمد حسين پژواک اژانس ته وويل، چې د تورخم په يوه طرفه سړک د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله سوداګريز توکي د لارو بندېدو،ترافيکي او امنيتي پېښو پر مهال سوداګريز توکي د ځنډ او خنډ له امله زيانمنيږي او يا يې د موټر کرايه درې برابره لوړيږي چې سوداګر اړ دي د تاوان لګښت يې پر مال او د مال پلورلو پر مهال يې زور له عام ولسه وباسي.

هغه زياته کړه ، چې تورخم د افغانستان شرقي دروازه ده او که چېرې پاکستان په خپلو ژمنو ونه درېږي، نو حکومت دي ژرترژره د ياد دويم سړک په رغولو پيل وکړي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقيرزي پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو دسختو اورښتونو او د تورخم په دويمه ليکه د پاکستاني دولت له لوري د کار شپږ کلن ځنډ ددغې لويې لارې له۶ لوى پلونه او ۱۰پلچکونه له مينځه وړي دي.

رسول ګل فقيرزي وويل چې وزارت يې په تېرو کلونو کې څو څو ځله د پاکستانيو چارواکو سره خبرې اترې کړې وې، خو هغوی يې د جوړولو او نه جوړولو په اړه سمه پرېکړه ونه کړه.

د هغه په وينا، وروسته د افغانستان حکومت اړ شو چې د ١٣٩٢ لمريز کال بوديجه کې لس ميليونه ډالره د ياد سړک د پاتې کارونو د بشپړولو د پاره بېلې کړي.

فقيرزى وايي، د فوايد عامې وزارت د دغه سړک د سروې لپاره انجنيران ولېږل، د سړک سروې او ډيزاين بشپړ شو ، کله چې اعلان ته ورکول کېده ، پاکستانيو چارواکو د سړک د جوړولو د پاره امادګي وښودله.

د هغه په وينا، د پاکستان ددغه اعلان څخه وروسته د پاکستان د ماليې او د افغانستان د ماليې وزيران جلال اباد ته راغلل او د روان لمريز کال په پيل کې يې د سړک جوړولو د چارو د پيل کېدو خبر ورکړل.

نوموړي زياته کړه: (( دادى درې نويم کال په خلاصېدو دی ، خو د سړک جوړولو چارې لا هماغسي په ټپه ولاړې دي او د پاکستان له لوري هم تر اوسه کومه هيله مندي نه ښکاري.))

د يادونې وړ ده چې په ٨٦ لمريز کال کې د تورخم د لومړي لين چارې بشپړې شوې د وخت پاکستاني صدراعظم شوکت عزيز د ١٣ متره سور درلودونکي ٧٥ کيلو متره سړک د دويمې کرښې چارې پيل کړې.

د ياد سړک تر اويا سلنې بشپړ شوی وو، خو يو ناڅاپه د جوړولو چارې د پاکستان له لورې بندې شوې، پاکستانيو چارواکو څوڅو ځلې د ياد سړک د کار د بشپړولو ژمنې کړې دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ نظر هم راواخلي خو هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.