ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين په پېښه کې ټپي شوې ناوې ساه ورکړه

د سنګين په پېښه کې ټپي شوې ناوې ساه ورکړه

author avatar
2 Jan 2015 - 15:44
د سنګين په پېښه کې ټپي شوې ناوې ساه ورکړه
author avatar
2 Jan 2015 - 15:44

لښکرګاه (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣ ) : د هلمند د سنګين ولسوالۍ د واده پر مراسمو د بريد پر مهال ټپي شوې ناوې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

وړمه شپه (د مرغومي لسمه) د سنګين ولسوالۍ د ميان رودي د سيمې په يوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال، راکټي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢١ تنه  ووژل شول او تر ٥٠ زيات ژوبل شوي دي، چې په مړو او ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه بريد د ملي اردو سرتېرو کړى او په غبرګون کې يې پرون په لښکرګاه ښار کې لاريون  کړى او نن يې د ولايت مخې ته  د اعتراض په توګه خېمه وهلې ده.

له ياد بريد کې خخه د واده زلمى روغ وتلى و، خو ناوې سخته ټپي شوې وه.

د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو تن غړي او قومي مشر حاجي نسيم د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد بريد کې ټپي شوې ناوې ساه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې ناوې تېره شپه د لښکرګاه په ايمريجنسي روغتون کې د سختو ټپونو له  امله ساه ورکړې ده.

د اېمرجنسي روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د سنګين د واده په پېښه کې ټپي شوې ناوې او دوه ماشومانو د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، روغتون ته چې شاوخوا ٤١ ټپيان راوړل شوي وو، اوس هم د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.