ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميوندکې پوليسو پنځه زره ماينونه کشف او له منځه وړي

ميوندکې پوليسو پنځه زره ماينونه کشف او له منځه وړي

author avatar
4 Jan 2015 - 15:13
ميوندکې پوليسو پنځه زره ماينونه کشف او له منځه وړي
author avatar
4 Jan 2015 - 15:13

کندهار ( پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣ ) : د کندهار د ميوند ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چې د تېرو درېيو مياشتو په اوږدو کې يې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو له خوا خښ شوي پنځه زره ماينونه د خلکو په مرسته کشف او له منځه وړي دي.

چارواکي زياتوي، دا مهال د دې ولسوالۍ په ٥٠ سلنه سيمو کې وسله وال مخالفين فعاليت کوي او له پاکستانه راغلي وسله وال ورته د ماينونو جوړولو زده کړې ورکوي.

د ميوند امنيه قوماندان جان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، ميوند د کندهار يوه پراخه ولسوالۍ ده چې وسله وال مخالفين په کې تر نورو ولسواليو ډېر فعاليت لري او له بېلابېلو لارو د خلکو ژوند ګواښي.

هغه زياته کړه،د خلکو او امنيتي ځواکونو پر وړاندې تر ټولو لوى ګواښ ماينونه دي، چې وسله وال مخالفين يې په عامه ځايونو او لارو کې خښوي او له امنيتي ځواکونو زيات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

دى وايي، دغه ماينونه وسله وال مخالفين په خپلو پټنځايونو کې د پاکستاني وسله والو په مرسته جوړوي.

امنيه قوماندان وويل: ((پخوا ماينونه د کرښې له هغې غاړې راوړل کېدل، خو اوس همدلته جوړېږي، د بېلګې په توګه د پرسونل ضد يوه ماين پر جوړولو له ١٠٠٠ تر ١٢٠٠ افغانۍ لګښت راځي، چې راوړلو يې همدومره لګښت او نور خطرونه له ځان سره درلودل، ځکه خو مخالفين اوس ټول ماينونه همدلته جوړوي، چې د جوړولو لارې چارې يې د پاکستاني وسله والو له خوا ور ښودل کېږي.))

د هغه په خبره، دا چې ميوند ولسوالي ډېره پراخه او د هلمند له ځينو ولسواليو سره په خوا کې پرته ده، په ٥٠ سلنه سيمو کې يې مخالفين وسله وال فعاليتونه کوي، خو  امنيتي ځواکونه هم ارام ناست نه دي، بلکې په پر له پسې توګه عمليات کوي، تر څو د هغوى مخه ونيسي.

دى وايي، پوليسو د خپلو عملياتو په لړ کې يواځې په تېرو درېيو مياشتو کې پنځه زره ماينونه کشف او له منځه وړي او په دې توګه يې د ډېرو انسانانو ژوند ژغورلى دى.

نوموړي دا هم وويل چې د ماينونو په موندلو کې ورسره د سيمو اوسېدونکي ډېره مرسته کوي، ځکه ماينونه تر هر چا زيات په خپله هغوى ته يو لوى ګواښ دى او تل مرګ ژوبله ور اړوي.

هغه د بېلګې په توګه د ميوند ولسوالۍ د کلاښامير سيمه ياده کړه، چې اوسېدونکي يې نور د وسله والو د ماينونو او ظلمونو له لاسه تر پوزې راغلي وو او د هغوى پر وړاندې ودرېدل.

يوه اوونۍ وړاندې د همدې ولسوالۍ د شاوخوا لسو کليو اوسېدونکو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ.

امينه قوماندان وايي، غواړي له امنيتي ځواکونو سره د خلکو دغه راز مرسته پراخه او تر نورو سيمو هم وغځېږي، تر څو د ټولو سيمو اوسېدونکي د ارام ساه واخلي او ژوند يې له ماينونو او بريدونو وژغورل شي.

د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې ځمکني ماينونه د هغوى پر وړاندې تر ټولو لوى ګواښ دى او له همدې امله ډېرو کورنيو خپل غړي له لاسه ورکړي دي.

د ميوند د ماما کارېز سيمې يو اوسېدونکى عبدالنافع وايي، وسله وال د عامه لارو او ځايونو تر څنګ ان د خلکو له کورونو سره ماينونه خښوي او يا د همدې کورونو له منځه پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېر مهال د دې ولسوالۍ د بېلابېلو کليو اوسېدونکي په ماينونو کې د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکوي او تل يې په کورونو کې د وير او فاتحو ټغرونه غوړېدلي وي.

نوموړى زياتوي، خلک د ماينونو له وېرې ازاد تګ راتګ نه شي کولاى، خپلو کروندو او باغونو ته نه شي تللاى او که خلک د دغو ماينونو په اړه امنيتي ځواکونو ته معلومات يا خبر ورکوي، نو وسله وال يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژني.

د ميوند د کلا ښامير سيمې يو اوسېدونکى حاجي نور احمد هم وايي چې وسله والو مخالفينو د هغوى په کليو کې پر عمومي لارو ماينونه خښول، د هغوى د کورونو له منځه يې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کول، ځکه هغوى اړ شول چې د وسله والو د دغه راز اعمالو پر وړاندې ودرېږي او پاڅون وکړي.

دى وايي، د دې سيمې خلکو پوره اته کاله دغه حالت وزغمه، خو نور يې حوصله پاى ته رسېدلې وه.

د نوموړي په وينا، که دولت له خلکو سره مرسته وکړي او د هغوى تر شا ودرېږي، نو د دې ولسوالۍ د نورو سيمو اوسېدونکي هم چمتو دي چې د وسله والو پر وړاندې ودرېږي.

ميوند د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د کندهار _هرات پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، چې په ډېرو سيمو کې يې وسله وال مخالفين فعاليت لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.