Language

کريمي : د هوايي ځواک او سرحدي پوليسو  په پياوړتيا کار کوو

ګردېز(پژواک ۱۵ مرغومی۹۳): د ملي دفاع وزارت لوی درستيز وايي ،چې په راتلونکي کې غواړي دهېواد هوايي ځواک پياوړی او دسرحدي سيمو دساتلو لپاره په سرحدي پوليسو هم کار وکړي .

ستر جنرال شیر محمد کريمي دغه خبرې نن د مرغومى په ١٥ مه د يو کاري سفر په ترڅ کې ،چې  پکتیا ولايت ته تللی و د تندر قول اردو له سرتېرو سره دليدنې پرمهال وکړې .

  کريمي  د ملي اردو ځواکونه وستایل او ژمنه يې وکړه ، چې په نږدې راتلونکي کې به افغان ځواکونه د پياوړي هوايي ځواک او د درنو وسلو درلودونکی شي.

هغه  د هوايي ځواک د پياوړتيا او درنو وسلو په اړه ډاډ څرګند کړ او ويې ويل ، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به افغان ملي اردو له هره پلوه په بشپړ ډول سمباله شي .

لوی درستيز  وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ملي اردو اونورو ځواکونو په يواځې ځان عمليات کړي او په ډير کمو عملياتو کې يې له بهرنيو ځواکونو څخه  هغه هم په کمه اندازه مرسته غوښتې ده.

کريمي  دسرحدي پوليسو پياوړتيا ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ،چې ددوی پياوړتيا يو له مهمو کارونو څخه دى .

دی  وويل: (( دسرحدي پوليسو ستونزې زياتې دي، خو په مجموع کې په پام  کې لرو ،چې ددې ځواکونو کېدای شي بڼه بدله کړو ،په وسلويې سبمال کړو او همداډول يې سرتېرو ته امتيازونه زيات کړو.))

له بلې خوا د ملي اردو ځواکونه د هوايي ځواک جوړېدل اړين بولي او وايي ،چې په جوړېدو سره به يې  زياتې ستونزې حل  او په چارو کې به يې پرمختګ راشي .

دتندر قول اردو يو تن سرتېري  حبيب الله  وويل، که چېرې هوايي ځواک جوړ شي نو ددوی د مرګ ژوبلې کچه به راکمه شي او په چارو کې به يې پرمختګ رامنځ ته شي .

نوموړی وويل، چې  په زياتو وختونو کې دوی هوايي ځواک ته اړ شوي ،چې پخوا به ورسره بهرنيو ځواکونو  مرسته کوله، خو اوس دهغوی په تګ سره بايد دفا ع وزارت خپل هوايي ځواک فعال کړي .

که څه هم د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو په وار وار  د هوايي ځواک او په درنو وسلو د ځواکونو د سمبال خبره کړې ،خو لاهم داستونزه په بشپړ ډول نه ده حل شوې .

د يادونې ده، چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموريت پاى ته رسېدلى او د هېواد امنيتي مسووليت  افغان ملي ځواکونو پر غاړه اخيستى دى.

د ٢٠١٥ کال له پيله به څه باندې  لس زره بهرني سرتېري به په هېواد کې پاتې شي چې افغان ملي ځواکونو ته به مشوره او روزنه ورکوي.

Related Topics