Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه ډله وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د وسله والو ٢١ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د مرغومي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اچين، دور بابا او بټي کوټ ولسواليو درې ډلې وسله وال له خپلو قوماندانانو سره يوځاى نن د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

هغه له ټولو وسله والو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او د هېواد په بيا ابادۍ کې ونډه واخلي.

 د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير بابا هم وويل چې دغه يوويشت کسيزه ډله په اچين، دوربابا او بټي کوټ ولسواليو کې په ترهګريزو کړنو بوختې وې.

 د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره اتلس بېلابېل ډوله وسلې هم راوړې دي.

 د اچين ولسوالۍ اړوند د يوه  ګروپ قوماندان نورمحمد پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو لاس اخلي.

 هغه زياته کړه: ((تراوسه نه پوهېدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو، موږ خو د پاکستان اى اېس اى غولولو او پيسې يې راکولې.))

د نوموړي په وينا، دوى يې د پېښور بالاحصار ته د روزنې لپاره بيولي وو او ورته ويل يې چې ټول افغانان واجب القتل دي.

دى وايي: ((کله چې راغلم، د دوی خبرې راته دروغ ښکاره شوې، نو دولت ته مې ځان تسليم کړ اوس غواړم چې د خپل هېواد خدمت وکړم.))

ياده دې وي چې تر اوسه د ننګرهار ولايت د سولې له ولايتي کمېټې سره ۴۴۱ وسله وال مخالفين يو ځاى شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.