خوست ښار (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): د خوست د پوليسو پر اکاډمۍ ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو پاى ته ورسېد.
دغه بريد نن (د مرغومي ١٧مه) له غرمې مخکې څه کم يوولس بجې د خوست اداري کمپلېکس ته څېرمه د پوليسو پر اکاډمۍ وشو.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريدګر درې کسان وو.
هغه زياته کړه چې دوى د اکاډمۍ د ودانۍ د شا له لوري راغلي وو او يوه يې له چاودېدونکو توکو ډک خپل کرولا موټر له دېوال سره وجنګاوه او چاودنه يې وکړه.
پټان وايي، چې دوو نورو ځانمرګو اکاډمۍ ته ننوتو هڅه کوله، خو امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او ځانونو ته يې چاودنې ورکړې.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د اکاډمۍ ودانۍ يو څه زيانمنه شوې، خو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک ته وويل چې دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي خو دا يې نه دي ويلي چې ملکي وګړي دي که امنيتي سرتېري؟
د محمدزمان په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې له بريد سره سم دوى د درېيو درنو چاودنو غږونه واورېدل.
هغه وايي چې په سيمه کې يې مړي او ټپيان نه دي ليدلي.
وسله والو طالبانو د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې يو شمېر طالبانو په دغه بريد کې برخه اخيستې او ګڼو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.