ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابينه بيا هم پر ټاکلي وخت معرفي نه شوه

کابينه بيا هم پر ټاکلي وخت معرفي نه شوه

author avatar
7 Jan 2015 - 12:29
کابينه بيا هم پر ټاکلي وخت معرفي نه شوه
author avatar
7 Jan 2015 - 12:29

 کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): ولسي جرګې ته د کابينې د ورپېژندلو په اړه و د ولسمشر اوونيز مهلت هم پاى ته ورسېد، خو لا هم د کابينې څه درک نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت له پيله سل ورځې تېرېږي، خو حکومت لا هم نه دى توانېدلى چې کابينه جوړه کړي.

حکومت د کابينې د ورپېژندلو لپاره درې ځلې مهلت وټاکه چې درې واړه وختونه يې يو پر بل پسې پاى ته ورسېدل، خو کابينه لا هم د ابهام په پردو کې نغښتې ده.

ولسمشر د تلې په اوومه د خپلې لوړې په مراسمو کې ويلي وو چې نوې کابينه به تر يوې نيمې مياشتې پورې اعلان شي.

ولسمشر او اجرايي مشر وروسته د لېندۍ په نهمه نېټه لندن کنفرانس ته تر تګ وړاندې د کابينې د اعلان لپاره تر څلورو اونيو پورې نور وخت وټاکه او وويل چې کابينه به په ټاکلي وخت اعلان کړي، خو دغه وخت هم پاى ته ورسېد.

ولسمشر تېره چهار شنبې د ولسې جرګې له مشر، اداري پلاوي او ځينو غړو سره په ليدنه کې د درېيم ځل لپاره د کابينې د اعلان په اړه يوه اوونۍ وخت وټاکه چې دغه مهلت هم نن پاى ته ورسېد، خو تر اوسه هم څرګنده نه ده چې کابينه به څه وخت ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي؟

خو ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله تېره ورځ ټينګار وکړ چې د نوې کابينې د اعلان لپاره په وروستيو پړاوونو کې دي او ډېر ژر به خپله کابينه ولسي جرګې ته ور وپېژني دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابينې په اعلان کې ځنډ د خلکو ، مدني ټولنو او ملي شورا د غړو تر منځ سختې اندېښنې پارولې او دوى ټينګار کوي چې د کابينې په اعلان کې ځنډ د امنيتي وضعيت سختې خرابۍ سبب شوى او بايد ډېر ژر د سرپرستې حکومتوالۍ لمنه ټوله شي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.