لښکرګاه(پژواک ۲۰ مرغومى۹۳) : چارواکي وايي چې د هلمندکجکي ولسوالۍ کې د نوو راپيدا شوو مخ پټو وسله والو او طالبانو تر منځ نښته کې د دواړو ډلو ٧٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي مرستيال محمد جان رسول يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ډلو تر منځ له وړمې ورځې راهيسې په کجکي ولسوالۍ کې نښتې کېدې چې اوس پاى ته رسېدلې دي.
هغه وويل چې د طالبانو او ناپېژانده مخ پټو وسله والو په دې نښتو کې تر اوسه له دواړه خواوو ٥٠ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي.
د والي مرستيال وايي چې مخ پټو وسله والو سره تور بېرغونه دي، شمېر يې سلګونو ته رسېږي خو دوى تراوسه نه شي ويلاى چې دا ډله څوک دي او د چا له لوري رهبري کېږي.
دغه راز د هلمند دسولې شورا مشر فضل باري فياض چې د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى دى پژواک اژانس ته وويل چې دې ولسوالۍ ته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د قول اردو قوماندان ملا رووف خادم له يو شمېر کسان سره راغلى چې له ځايي طالبان سره يې اختلافات پيدا شوي دي.
دى وايي ملارووف ځايي طالبانو ته ويلي چې د ده ملاټر وکړي او کومه ډله چې له ده سره کجکي ته راغلې کولی شي چې د دولت پر وړاندې دکلک او اغېزمن مقاومت مشري وکړي.
نوموړي وويل چې دا مخ پټي وسله وال ځايي اوسېدونکي زيارتونو ته له تګ څخه منع کوي او له طالبانو سره يې پر ځينو کلتوري او ديني مسايلواختلافات راپيدا شوي، چې اوس يې پر سر خبرې روانې دي.
فياض وويل ، دغه ډله دکجکي د زمينداور سر بېره په باغران او موسی کلا ولسواليو کې هم شته او د شپې له خوا چې هر ځای اوسېږي شاوخوا سيمې ته يې ماينونه خښوي.
دکجکي ولسوالۍ يوتن قومي مشر د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چی د يادو کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.
ده وويل: (( له دې وسله والو سره لنډکروزر موټر دي او يو شمېر زيارتونه يې په ماينونوالوځولي، په جومات کې تر لمانځه وروسته په ډله ييزه توګه خلک دعا ته نه پرېږدي او د مړي د دعا او فاتحې مراسموته هم اجازه نه ورکوي.
دکجکي امنيه قوماندان څارمن فيض الله اخند زاده پژواک ته وويل چې دغه ډله په اذان او ګندم ريز سيمو کې مېشت شوي ، تور بېرغونه ورسره دي، خو دوى نه پوهېږي چې په کوم نوم فعاليت کوي.
پژواک هڅه وکړه، چې دطالبانو له وياندويانو سره خبرې وکړي خو ونه توانېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP