کندهار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د سوېلي زون سوداګر وايي، له تېرو دوو اونيو راهيسې يې د پاکستان په کراچۍ بندر کې په خوراکي او غير خوراکي توکو بار شاوخوا دوه زره کانټينرونه له دې امله بند پاتې دي، چې افغانستان ته يې د لېږد کرايه لوړه شوې ده.
هغوى وايي، په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د مالونو پر لېږد په داسې حال کې کرايې لوړې شوې، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دغه هېواد کې د يو لېټر پټرولو بيه له ١١٠ کلدارو څخه ٦٠ کلدارو ته رالوېدلې ده.
د سوېلي زون لسګونه سوداګر د مرغومي په ٢٤مه، د کندهار ولايت مقام ته د احتجاج په توګه لاړل او له ولايتي چارواکو يې د دغې ستونزې حل وغوښت.
په کندهار کې د ملي سوداګرو د اتحاديې مسوول حاجي رحم الدين اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د کرايې د لوړوالي له امله د افغان سوداګرو شاوخوا ٢زره کانټينر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
هغه زياته کړه، تر دې وړاندې چې د تېلو بيه هم لوړه وه، له کراچۍ بندر څخه تر چمن ښار پورې د ٢٠ ټنه مال د لېږد کرايه ١٠٥زره کلدارې وه، خو اوس ١٤٥زره کلدارې ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، دغه کرايه په داسې حال کې ٤٠زره کلدارې لوړېږي، چې مخکې په پاکستان کې د يو لېټر پټرولو بيه ١١٠ کلدارې وه، خو اوس يې بيه له تېرې يوې مياشتې راهيسې ٦٠ کلدارې ته رالوېدلې ده.
هغه تور پورې کړ، چې د افغان سوداګرو پر مالونو د کرايې په لوړوالي کې د ځينو کړيو تر څنګ په خپله د پاکستان حکومت هم ښکېل دى.
د حاجي رحم الدين په وينا، دغه هېواد د دې پر ځاى چې د شوو تړونونو له مخې افغان سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کړي، پر وړاندې يې ستونزې جوړوي.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي او د هغو توافقاتو له مخې دې عمل وکړي، چې د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې يې څو مياشتې وړاندې له ولسمشر اشرف غني سره ژمنه شوې وه.
رحم الدين اغا دغه راز وويل، چې د سوداګرو دغه ستونزه يې د ولسمشر تر دفتر، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو تر چارواکو او سوداګرۍ وزارت پورې رسولې، خو تر اوسه يې د حل په برخه کې کوم ګام نه دى پورته شوى.
نوموړي د سوېلي حوزې د ټولو سوداګرو په استازيتوب ګواښ وکړ، که د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو پر تجارتي توکو لوړه شوې کرايه د تېلو اوسنيو بيو ته په پام له ١٠٥زره کلدارو څخه ٦٠ او ٧٠زره کلدارو ته راټيټه نه کړي، نو هغوى به پر دې لاره خپل کاروبار ته د پاى ټکى کښېږدي او د ايران د بندر عباس لاره به انتخاب کړي.
خو ده وويل، په دې صورت کې به نه يواځې په پاکستان کې د ټرانسپورټ کمپنيو موټرچلوونکي بېکاره شي، بلکې په افغانستان کې دننه به د توکو بيې هم لوړې شي.
د کندهار ولايت يو بل سوداګر او د سرور سعيد شرکت مسوول سعيد جان پژواک اژانس ته وويل، چې په کراچۍ بندر کې په درېدلو کانټينرونو کې خوراکي او غير خوراکي توکي لکه درمل، بوره، غوړي، اوړه، تعميراتي مواد او نور بار دي.
هغه زياته کړه، که د افغانستان حکومت د کرايو د لوړېدو ستونزه د پاکستان له حکومت سره حل نه کړي، نو دغلته به په دې يخ ژمي کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شي.
نوموړي دا د پاکستان د حکومت له خوا د افغان سوداګرو پر وړاندې يو سرخوږى وګاڼه او ويې ويل، چې د پاکستان له ډېرو ليرې ښارونو څخه تر چمن پورې د ٤٠ ټنه مال د رالېږدولو کرايه ٧٠ يا ٨٠زره کلدارې ده؛ په داسې حال کې چې له کراچۍ څخه بيا د ٢٠ ټنه مال پر رالېږدولو ١٤٥زره کلدارې اخيستل کېږي، چې دا لوى ظلم دى.
ده هم وويل، که د افغانستان او پاکستان حکومتونه د افغان سوداګرو دغه ستونزه هواره نه کړي، نو لاريونونه به وکړي او د سپين بولدک پوله به وتړي.
د سوېلي زون د سوداګرو د دغې ستونزې په اړه د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ستونزې د حل لپاره يې اقدام کړى او ستونزه يې په کندهار کې د پاکستان له قونسل، په کراچۍ کې له افغان قونسل او نورو اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده.
هغه د سوداګرو اندېښنې پر ځاى وګڼلې او ويې ويل، چې کله تېل ارزانه کېږي، د اصولو له مخې ورسره نه يواځې د توکو، بلکې د هغو د لېږد رالېږد کرايه هم راټيټېږي.
نوموړي له سوداګرو سره ژمنه وکړه، چې دغه موضوع په جدي توګه څاري او هڅه کوي، اړوند چارواکي وهڅوي، ترڅو دغه ستونزه حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP