ژبه

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

فیض‌آباد (پژواک، ۲۴ حوت ۱۴۰۴): د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د «آویز» په سیمه کې د لنډکروزر ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د شهر بزرگ ولسوالۍ امنیه قوماندان سیف‌الدین عازم وايي دا پېښه نن سهار شاوخوا دپنځوږه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه ووت او چپه شو.

په شهر بزرگ ولسوالۍ کې تر دې مخکې هم ورته ترافیکي پېښې شوي او ډېری وخت یې لامل د سیمې د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو او بیا رغونې ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته موضوع