ګردېز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې پنځه مړي موندلي چې څلور يې د سرحدي پوليسو دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې څلور سرحدي پوليس او يو ملکي وګړى دى.
د هغه په وينا، د دغو کسانو مړي نن سهار د يادې ولسوالۍ د مقبلې درې په سيمه کې اچول شوي وو.
نوموړی وايي چې د دغو سرحدي پوليسو کورونه د ډيورند کرښې پورې غاړه په کرمه اجنسۍ کې وو او د رخصتي لپاره کورونو ته تللي وو.
امنيه قوماندان وايي، دا لا نه ده روښانه چې دغه سرحدي پوليس په کرمه اجنسۍ کې وژل شوي او که دننه په مقبل دره سيمه کې.
د ده په خبره وژل شوي کسان يې ولسوالۍ ته لېږدولي تر څو خپلو کورنيو ته يې وسپاري.
اورياخېل وويل دوی هڅه کوي چې د دغو کسانو د وژنې لامل او دا چې کومې وسله والې ډلې به وژلي وي، وپلټي.
ډنډ پټان له کرمې اجنسۍ سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چې د دواړو سيمو اوسېدونکي يو له بل سره راشه درشه لري او د ډېرو افغانان کورنۍ لا هم په دې سيمه کې اوسېږی.
له دې وړاندې په سرحدي سيمو کې د پوليسو مرګ ژوبله دننه په ولسواليو کې وه خو دا لومړى ځل دی هغه افغان پوليس چې په پاکستان استوګنه لري وژل کېږي.
د يو بل خبر له مخې، په غزني او اروزګان ولايتونو کې شپـږ وسله وال طالبان د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې پنځه ماين خښوونکي په داسې حال کې په چاودنه کې ووژل شول، چې پر لويه لاره يې ماينونه خښول.
دغه راز سرچينې ويلي چې بل ماين خښوونکى د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.