Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز او ننګرهار کې ٤٦ بنديان خوشې شول

جلال اباد ، کندوز ښار (پژواک ۲٥ مرغومى ٩۳): د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د ننګرهار او کندوز ولايتونو له زندانونو څخه په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي ٤٦  تنه بنديان خوشې شول.

د ننګرهار د لوى محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک د مرغومي په ۲٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د ميلادالنبي په مناسبت د بښنې د ۳۹ مې ګڼې فرمان له مخې، دوى يو کمېسيون جوړ کړى و.

د ده په وينا، کمېسيون د هغو بنديانو، چې د بند موده يې لږه وه او يا هم د بښنې وړ وو، د نهو  ښځو په ګډون د ٢۷ تنو د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کمېسيون به بيا هم د يو شمېر نورو بنديانو  د خوشې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

حصارک وايي  چې د ياد فرمان له مخې ، په جنايي جرمونو د ککړو څلوېښتو تنو د بند په موده کموالى راغلى.

د نوموړي په وينا ، له بنده ازاد شوي ټول کسان په جنايې جرمونو ککړ وو، هېڅ سياسي، ترهګريز او يا په اداري فساد ښکېل مجرم نه دى خوشې شوى.

د ننګرهار د استيناف محکمې د نظارت کمېسيون مشر څارنمل لالبر سليم، چې د ياد کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، پژواک اژانس ته وويل، کمېسيون تر وروستي بريده هڅه کړې، چې د بنديانو په حق کې بې پرې پرېکړه وکړي.

له بنده ازاد شوي جمعه ګل پژواک اژانس ته وويل، چې له تربورونو سره د جګړې په جرم بندي شوى و ، اوس يې د بنده دوه مياشتې موده پاتې وه، چې د ولسمشر د عفوې د فرمان له مخې خوشې شو.

نوموړي د بند په موده کې د محبس د کارکوونکو له چلنده خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د ژوند ټولې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې وې.

د يادونې ده، چې د ننګرهار په لوى محبس کې اوس مهال ١۶۷۴ تنه بنديان دي.

د يوه بل خبر له مخې ، نن  په کندوز ولايت  کې هم ١٩ تنه بنديان خوشې شول.

د کندوز زندان عمومي مدير سمونوال محمد اسلم پژواک ته وويل، چې  په يادو بنديانو کې ١٣ نارينه او څلور ښځې شاملې دي.

ده زياته کړه، دوى د بېلابېلو جنايي جرمونو له امله بنديان وو، تر يوه نيم کاله  پورې يې د بند موده  پاتې وه، چې د ميلادالنبي په مناسبت د ولسمشرۍ د فرمان  له مخې خوشې شول.

د کندوز زندان عمومي مدير وايي، چې د ٢٥ نورو بنديانو د بند موده کې له درېيو تر پنځو کلونو پورې کموالى  راغلى دى.

د هغه په وينا، همدارنګه د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه هم يوه نجلۍ او يو هلک خوشې شوي دي.

د عبدالوهاب په نامه يو تن خوشې شوي بندي  چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پژواک ته وويل چې د وژنې په تور څلور کاله بندي و، چې نن خوشې شو.

نوموړي زياته کړه: (( په بنديخانه کې زموږ خوراک او څښاک ښه و او ساتونکو يې موږ سره ښه چلند کاوه ، موږ ته د حرفوي کارونو لکه خياطي، حلبي سازۍ او نجارۍ زده کړې هم را کول کېدې.))

د کندوز په زندان کې د ٤٠ ښځو په ګډون ٨٠٠   بنديان دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.