مزار شريف (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٣): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې ددې ولايت د البرز د غرو په لمنو کې د دولت د مخالفينو پرضد چاڼيز عمليات روان دي او تردې دمه درې وسله وال وژل شوي او شپږ نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
په شمال کې د شاهين قول اردو د درېيمې لوا امر ډګرمن ازر محمد په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې د برېښنا په نامه عملياتو کې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت سرتېري ونډه لري او په پوره همغږۍ مخته ځي.
ډګرمن ازرمحمد وويل چې تردې مهاله د دولت درې وسله وال مخالفين وژل شوي او يو څه اندازه وسله هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلې ده.
دده د معلوماتو له مخې، په ياده سيمه کې د بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو وسله وال د جګړه مارو په يوه پوځي مرکز کې سره يو ځای شوي، چې ښايي شمېر يې تر ٢٥٠ تنو ډېر وي.
خو د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري، چې په يادو عملياتو کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، که څه هم دوى ته په سيمه کې د ٢٥٠ وسله والو د شتون معلومات ور رسېدلي وو، خو تراوسه ډېر کمو وسله والو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کړې ده.
خو قادري وويل چې دا عمليات به د وسله والو د له منځه وړلو تر وخته دوام ولري. د بلخ ولايت سرپرست وويل چې په دغو عملياتو کې شپږ ټپي شوي وسله وال د امنيتي سرتېرو له خوا نيول شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست وويل، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې چقنک سيمه له وسله والو پاکه شوې او د چلي خېل، قوله خېل او نري خېل سيمو د تصفيې په موخه لا هم عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په شمال او په ځانګړې توګه د بلخ ولايت په وسله والو کې دومره ځواک نه ويني، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې دې په سمه توګه مقاومت وکړای شي.
د هغه په وينا، عامو خلکو د وسله والو مخالفينو اصلي څېره پېژندلې او د ورته عملياتو په اوږدو کې له افغان ځواکونو سره پوره ملاتړ کوي.
سمونوال قادري وويل، چې د روان کال د راتلونکې مياشتې (سلواغې) له لومړۍ نېټه به د شمال زون په کچه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د فتح په نامه چاڼيز عمليات هم پيل شي، چې د دغه زون د امنيت په لا خونديتوب کې به ستر ګام وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن