لښکرګاه (پژواک ۲۶ مرغومی ۹۳):د هلمند يو امنيتي چارواکى وايي چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په يوه نښته کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سنګين امنيه قوماندان څارمن حمدالله وايي چې امنيتي سرتېرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې طالبانو د شپې ناوخته ولسوالۍ ته نږدې د پوليسو پر څلورو پوستو بريدونه وکړل.
ده وويل چې د دواړو لوريو ترمنځ يو ساعت جګړه وشوه او وروسته طالبان له سيمې وتښتېدل. نوموړي ويل چې طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معلومات نه لري.
بله خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي د تېرې شپې په جګړه کې پوليسو ته د ډېرو تلفاتو اړولو ادعا کوي او وايي چې د پوليسو پنځه ميله وسلې هم ددوى کسانو ته په لاس ورغلې دي.
امنيه قوماندان د طالبانو له لوري د وسلې وړل رد نه کړل .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP