منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک ۲۶ مرغومی ۹۳):د هلمند يو امنيتي چارواکى وايي چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په يوه نښته کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سنګين امنيه قوماندان څارمن حمدالله وايي چې امنيتي سرتېرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې طالبانو د شپې ناوخته ولسوالۍ ته نږدې د پوليسو پر څلورو پوستو بريدونه وکړل.

ده وويل چې د دواړو لوريو ترمنځ يو ساعت جګړه وشوه او وروسته طالبان له سيمې وتښتېدل. نوموړي ويل چې طالبانو ته  د اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معلومات نه لري.

بله خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي د تېرې شپې په جګړه کې پوليسو ته د ډېرو تلفاتو اړولو ادعا کوي او وايي چې د پوليسو پنځه ميله وسلې هم ددوى کسانو ته په لاس ورغلې دي.

امنيه قوماندان د طالبانو له لوري د وسلې وړل  رد نه کړل .