کابل (پژواک، ٢٩مرغومى٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي،رييس خدايداد چې په درنو جرمونو تورن دى، په اعدام محکوم شوى دى.
د ياد رياست له خوا په يوه خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ته استول شوې، راغلي چې دغه حکم، نن د کابل د لومړۍ محکمې له لوري صادر شوى دى.
ويل شوي، چې د يادې محکمې د پرېکړې پربنسټ، سيدالله مشهور په رييس خدايداد د بېلابېلو جرمونو په تور په اعدام او يو ملګرى يې په ٢٠ کاله بند او درې نور ملګري يې هر يو تن په اووه کاله بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې مخکې د ملي امنيت له زندان څخه د رييس خدايداد دتېښتې شايعه خپره شوه، خو ملي امنيت دغه شايعه رد کړه او ويې ويل ، چې خدايداد په ډير زحمت نيول شوى او په يوه خوندي ځاى کې ساتل کيږي، چې ډېر ژر به محاکمه شي.
رييس خدايداد، چې د سړي تښتونکو د څو ډلو مشر پېژندل کيږي، په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست له خوا د روان کال د وږي په مياشت کې نيول شوى دى.
ياد رياست ويلي، چې خدايداد دهېواد يو شمېر ولايتونو ته په بېلابېلو څېرو تګ راتګ کاوه او د جعلي پاسپورټونو په کارولو سره يې تاجکستان،پاکستان او متحده عربي اماراتو هم تګ راتګ درلود .
هغه د تاجکستان په تور لېست او د نړيوال پوليسو (انټرپول) د غټو مجرمينو په توګه تر تعقيب لاندې و.
د ويلو ده، چې د روان کال په تلې مياشت کې په ورته جرمونو ککړ يو بل مجرم حبيب استالف په پلچرخي زندان کې اعدام شو .
استالف د١٣٩٢ په تلې مياشت کې ترنښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او د لويې څارنوالۍ له خوا د سازمان يافته جرمونو او په داخل او بهر کې د مافيايي ډلو د اړيکو په تور د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې و.
نوموړى لس کاله پخوا د پلچرخي له زندان څخه تښتېدلى و.
د حامد کرزي په تېره ١٣ کلنه واکمنۍ کې ٥١ تنه اعدام شوي او٢٧٠ تنه نور په اعدام محکوم شوي دي.