کابل ( پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۳ ): مالیې وزارت ته پخواني کاندید وزیرغلام جیلاني پوپل هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګوندې د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ترې غیر قانوني شخصي غوښتنې کړې دي.
غلام جیلاني پوپل د مرغومي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال یادې ادعاوې بې بنسټه وبللې او ویې ویل چې وکیلانو ترې هیڅ ډول شخصي غوښتنې نه دي .
هغه زیاته کړه، چې د ولسي جرګې وکیلانو له کوم قید او شرط پرته ورته د ملاتړ ډاډ ورکړی و .
پوپل د ولسي جرګې له وکیلانو مننه وکړه، چې د ولسواکۍ ټینګښت او د سیاسي پروسې د غښلتیا لپاره یې مدني هڅې کړې دي.
د سیمه ییز ارګانونو پخوانی رییس غلام جیلاني پوپل چې د ولسمشر اشرف غني لخوا مالیې وزارت ته نوماند شوی و، پرون ناڅاپه له وزارت څخه تیر شو.
د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د افغانستان سفیر او د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال اکلیل حکیمي نن د ولسمشر اشرف غني لخوا ولسي جرګې ته د مالیې د وزیر په توګه معرفي کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP