ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوپل د وکیلانو لخوا ورڅخه د شخصي غوښتنو ادعاوې رد کړې

پوپل د وکیلانو لخوا ورڅخه د شخصي غوښتنو ادعاوې رد کړې

author avatar
20 Jan 2015 - 21:17
پوپل د وکیلانو لخوا ورڅخه د شخصي غوښتنو ادعاوې رد کړې
author avatar
20 Jan 2015 - 21:17

کابل ( پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۳ ): مالیې وزارت ته پخواني کاندید وزیرغلام جیلاني پوپل هغه ادعاوې  په کلکه رد کړې چې ګوندې د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ترې غیر قانوني شخصي غوښتنې کړې دي.

غلام جیلاني پوپل د مرغومي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال یادې ادعاوې بې بنسټه وبللې او ویې ویل چې وکیلانو ترې هیڅ ډول شخصي غوښتنې نه دي .

هغه زیاته کړه، چې د ولسي جرګې وکیلانو له کوم قید او شرط پرته ورته د ملاتړ ډاډ ورکړی و .

پوپل د ولسي جرګې له وکیلانو مننه وکړه، چې د ولسواکۍ ټینګښت او د سیاسي پروسې د غښلتیا لپاره یې مدني هڅې کړې دي.

د سیمه ییز ارګانونو پخوانی رییس  غلام جیلاني پوپل چې د ولسمشر اشرف غني لخوا مالیې وزارت ته نوماند شوی و، پرون ناڅاپه له وزارت څخه تیر شو.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د افغانستان سفیر او د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال اکلیل حکیمي نن د ولسمشر اشرف غني لخوا ولسي جرګې ته د مالیې د وزیر په توګه معرفي کړ. 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.