Language

پکتيا کې ١١ ټنه نشه يي توکي نيول شوي

ګردېز (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي،چې په پکتيا ولايت کې يې ١١ ټنه نشه يي توکي له شپږو قاچاق وړونکو سره نيولي دي.

د ياد ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي يې په احمداباد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال نيولي دي.

اورياخېل زياتوي:((دا نشه يي توکي ١١ زره کيلو ګرامه دي،١٨٥٠ کيلوګرامه يې ترياک،پاتې يې خام او پاخه چرس دي.موږ له دغو توکو سره شپږ قاچاق کوونکي او يو شمېر وسلې هم نيولې دي.))

هغه د عملياتو د څرنګوالي،د سيمې او وخت په تړاو څه ونه ويل،خو نيول شوي کسان او نشه يي توکي يې د مرغومي په ٣٠مه رسنيو ته وښودل.

دغه راز د پکتيا د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال عسکر خان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره هڅې ډېرې کړې دي.

د نوموړي په خبره، په تېرو دوو کلونو کې يې له سل زره کيلوګرامه ډېر نشه يي توکي او د قاچاق په  تور يې تر اتيا پورې قاچاق کوونکي نيولي دي.

ياده دې وي،چې درې مياشتې مخکې د دې ولايت پوليسو د عملياتو په ترڅ کې ٧٠٠ کيلوګرامه چرس او څلور قاچاق وړونکي  نيولي وو.

Related Topics