کندهار (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړيوالې ادارې وغوښتل، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره دې په کور دننه ځانګړي استوګنځايونه او د هغوى د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي.
نوموړي، دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ UNHCR له لومړۍ مرستيالې يوميکو تکاشيما سره په ليدنه کې وکړې.
ويسا وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيواله اداره په نورو هېوادونو کې په کور دننه د کډوالو لپاره ځانګړي استوګنځايونه لري، خو دغې ادارې په افغانستان کې دغه کار نه دى کړى.
هغه له يادې شوې ادارې وغوښتل، چې په کندهار کې دې د راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډمهال استوګنځي جوړ شي، ترڅو په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت کډوال وهڅول شي، خپل هېواد ته راشي.
نوموړي يادونه وکړه، چې ولايتي اداره حاضره ده (يو اين ايچ سي ار) ته ځمکه په واک کې ورکړي، ترڅو هغوى پرې استوګنځايونه جوړ کړي، په دغو استوګنځايونو کې به را ستنېدونکي کډوال تر هغه مهاله اوسېږي، چې خپلو اصلي مېنو ته ځي.
والي وويل، له دې اقدام سره به د يوه ټاکلي پروګرام له لارې جوته شي، چې کډوال له کومه ځايه راغلي او کوم ځاى ته ستنېږي.
هغه له دغو استوګنځايونو سره په خوا کې د کډوالو د ماشومانو لپاره د ښوونځيو پر جوړولو هم ټينګار وکړ او ويې ويل، د هغوى حالت د اندېښنې وړ دى، په کار ده هم ښوونځي او تفريحي ځايونه ولري.
هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې له لومړۍ مرسيتالې يوميکو تکاشيما څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې اړوندې ټولې چارې له ولايتي ادارې سره په همغږۍ تر سره کړي، ترڅو ګټه يې وړ او مستحقو کسانو ته ورسېږي.
نوموړي يادونه وکړه، چې په کندهار کې ډېرې داسې مرستندويه ادارې شته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولايتي ادارې له همغږۍ پرته پروژې عملي کوي، چې په پايله کې يې عامو خلکو ته ډېره لږه ګټه رسېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ لومړۍ مرستيالي يوميکو تکاشيما ژمنه وکړه، چې نه يواځې دا اداره، بلکې نورې مرستندويه ادارې به هم هڅوي چې په کندهار کې له کډوالو سره په تعليمي او نورو برخو کې مرستې وکړي.
هغې په روان ٢٠١٥ کال کې د خپلو پلانونو په اړه والي ته معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د ولايتي ادارې د وړانديزونو او غوښتنو د پوره کولو په موخه به هڅې وکړي.
چارواکي وايي، په روان کال کې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې، چې د تېر په پرتله يې شمېر نيم په نيمه کم دى.
د کندهار ولايت د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د کندهار د سپين بولدک له لارې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
خو په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه ٢١٤٦ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې وې، چې د سږ کال په پرتله يې شمېره لوړه وه.
نا امني، بې کاري، د سرپناه نشتوالى او ګڼې نورې هغه ستونزې دي، افغانستان ته يې د کډوالو د بيرته راستنېدو مخه نيولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP