کندهار (پژواک ٢ سلواغه ٩٣): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى قاضي نيولى، چې په ښار او ولسواليو کې يې د خلکو د شخړو او دعوو پرېکړې کولې.
نيول شوى قاضي شېرمحمد نومېږي او د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو د وسله والو طالبانو قاضي د کره معلوماتو پر بنسټ د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې نيولى دى.
هغه زياته کړه، له نيول شوي تن څخه پوښتنې پيل شوې او منلې يې ده، چې د طالبانو د قاضي په توګه يې کار کاوه او په خاکرېز ولسوالۍ کې د طالب قوماندان مولوي طاهر د وسله والې ډلې غړيتوب لري.
د شېرمحمد په نوم دغه تن په خپل اعتراف کې ويلي، هغه په اصل کې د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى، خو په کندهار ښار کې يې د خلکو د دعو او شخړو پرېکړې کولې.
د نوموړي په وينا، د مولوي طاهر تر مشرۍ لاندې ډله چې دى يې هم غړى دى، په سپکو او درنه وسلو سمباله ده او ډېرى مهال په خاکرېز ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو وسله وال بريدونه کوي.
دى وايي، د خلکو د شخړو او حقوقي دعوو په اړه د پرېکړو کولو دنده ورته همدغه طالب قوماندان سپارلې وه.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
تېره اونۍ هم پوليسو په کندهار ښار کې دوه غلچکي بريدکوونکي او څلور ماين خښوونکي نيولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP