Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ ورزشکارانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ

مزارشريف (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣ ) : د بلخ ولايت ورزشکارانو د هېواد د امنيت او ثبات په موخه له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د بلخ ولايت د بېلا بېلو لوبو لوبغاړو، چې د لوبو جامې يې پر تن وې، د سلواغې په ۴مه، د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ په انګړ کې د يوې غونډې په ترسره کولو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ اعلان وکړ.

د بلخ ولايت د فوټبال فدارسيون غړي احمد نويد نبي زاده وويل، هر افغان ته بويه، چې د خپلو  امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مخکې شي.

نوموړي زياته کړه، چې نن په همدې موخه د بلخ ولايت لسګونو لوبغاړو په امنيه قوماندانۍ کې امنيتي ځواکونه وستايل، چې د هېواد ساتنې لپاره لا ګړندي ګامونه واخلي.

د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو د هڅو او کړاونو  د ګاللو له امله په دې وطن کې د ژوند کولو اسانتياوې برابرې شوي، چې بايد ننګه او ملاتړ يې وشی.

د افغانستان د فوټبال فدارسيون وياند سيد علي کاظمي، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، له امنيت څخه پرته په يوه هېواد کې لوبې پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو په هڅو د راغلي امنيت له امله وزرشکاران لوبې کوي او د خپل هېواد لپاره مډالونه راوړي.

هغه د بلخ ولايت د ورزشکارانو دغه چاره وستايله او خوښي يې څرګنده کړه، چې له افغان ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې يې برخه اخيستې ده.

د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د خبرو په ترڅ کې له ورزشکارانو مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په بېلا بېل ډول د افغان ځواکونو د ملاتړ په تړاو غونډې کېږي، چې له امنيتي ځواکونو سره د ولس د مينې ښې بېلګې دي.

د هغه په وينا، دوی په خپلو لوبغاړو وياړي او خوښ دی، چې په بېلابېلو برخو کې يې افغانستان ته وياړونه بښلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.