ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د سوداګرۍ او صنعت وضعيت له بحران سره مخ دى”

” د سوداګرۍ او صنعت وضعيت له بحران سره مخ دى”

author avatar
25 Jan 2015 - 13:03
” د سوداګرۍ او صنعت وضعيت له بحران سره مخ دى”
author avatar
25 Jan 2015 - 13:03

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير سردار محمد رحيمي وايي که چېرې د افغانستان سوداګري او صنايع د پرديو هېوادونو او د هغوى له مافيايي اقتصادي بانډونو له واکه ونه وځي، د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره به هر اقدام له ماتې سره مخ وي.

ولسمشر اشرف غني د کابينې ٢٤ نوماند وزيران، د ملي امنيت او د افغانستان بانک نوماند رييسان تېره اوونۍ ولسي جرګې ته ور وپېژندل چې په تېرو درېيو عمومي ناستو کې ١٠ نوماند وزيرانو او د ملي امنيت نومول شوي رييس خپل پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړي دي.

د ولسي جرګې څلورمه ناسته نن سهار پيل شوه، د کډوالو، اقتصاد، سوداګرۍ او صنايعو او لوړو زده کړو نوماند وزيرانو په کې خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند وويل چې د افغانستان ستر توليد صنايع، دولتي تصدۍ او کوچني صنايع چې د هېواد د رسمي سوداګرۍ او اقتصاد اصلي ستنې دي، د ازاد بازار په نوم او د دولت د کمې پاملرنې په سبب له سقوط سره مخ دي.

رحيمي زياته کړه چې د د هېواد سوداګري په يوه مافيايي او سرګردان وضعيت کې ده، اصلي سوداګرو خپلې پانګې اېستلې او له کورنۍ پانګې پرته د ودې، توليد او کار کسب رامنځته کول امکان نه لري.

هغه وويل چې د افانستان سوداګري د افغانانو په لاس کې نه ده، د هېواد سوداګري بايد د ګاونډيو او سيمې هېوادونو له سياسي ادارې چې پر افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد د اقتصادي بانډونو له خوا پر افغانستان تپل کېږي، خارج او ملي شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند وزير زياته کړه: ((د هېواد سوداګري او صنايع بايد د پرديو هېوادونو او د هغوى له اقتصادي مافيايي بانډونو و ايستل شي او که چېرې دغه غوښتنه ممکنه شي، نو په هېواد کې به صنعت او سوداګري هم وده وکړي او که ونه شوه؛ نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره هر اقدام له ماتې سره وي.))

رحيمي ټينګار وکړ چې د افغانستان ٨٠ سلنه اقتصاد او ٥٠ سلنه سوداګري غير رسمي ده او دا په دې مانا ده چې نه حکومت ددې سوداګرۍ له ګټې برخمن کېمي او نه به هم افغان مستهلکين د هېواد د ير رسمي سود غوښتنې د درنيو لګښتونو د ورکړې توان ولري.

دغه نوماند وزير وويل:((که چېرته د ولسي جرګې رايه واخلم، د اوسنيو ستونزو د حل او خدمت لپاره بشپړ چمتو والى لرم او په دې مسووليت کې به د ملت د استازو او کور پر وړاندې مسوول وم.))

د سوداګرۍ او صنايعو کانديد وزير سردارمحمد رحيمي

سردارمحمد رحيمي، په ١٣٥٦ کال کې د اروزګان په ترينکوټ کې نړۍ ته سترګې غړولې او په قوم هزاره دى.

 هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په ايران کې پيل کړې او د تهران له پوهنتونه يې په سياسي علومو کې ماسټري او په سياسي جغرافيه کې دوکتورا هم اخيستى ده.

رحيمي په تېرو څو کلونو کې په دولتي او غير دولتي پوهنتونونو کې تدريس کوي او د فرهنګي ټولنو غړى پاتې شوى دى.

هغه همدارنګه بېلابېلې دولتي او غير دولتي دندې هم اجرا کړې چې له دې ډلې يې د افغانستان د پاليسي ګروپ غړيتوب، په لندن کنفرانس کې د دولتي پلاوي غړيتوب، د ښار جوړونې د وزير لوړپوړى سلاکار، د ولسي جرګې ستر فرهنګي سلاکار، د کابل ښاروالۍ فرهنګي او نشراتي سلاکار، د حمايت علمي او څېړنيزې کالنۍ او پامير مياشتنۍ مسوول مدير او د ملي جبهې د وياند دندې يادولى شو.

 نوموړي شاوخوا ١٧ مقالې او علمي کتابونه هم ليکلي او په بېلابېلو سيمينارونو او کنفرانسونو ګنې څېړنيزې مقالې وړاندې کړې دي. رحيمي د اجرائيه رياست له خوا د نوماند وزير په توګه معرفي شوى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.