کندهار (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که څه هم سږ کال تر دې مهاله له دغه ولايت څخه په راجستر شوې توګه شاوخوا ٤١ زره ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې، خو په اصل کې له دې ولايت څخه بهر ته د صادر شوې مېوې اندازه شاوخوا ١٥٠ زره ټنه ده.
د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دا مهال بهر ته د تازه مېوې صادرات درېدلي، خو د وچې مېوې صادرات لا هم روان دي.
هغه زياته کړه، په روان ١٣٩٣ لمريز کال کې تر دې مهاله له کندهار څخه د څه دپاسه ٦٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ٢٤٠٥٧ ټنه وچه مېوه او د څه دپاسه ٣ ميليونه او ٢٨٣ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ١٧١٤٢ ټنه تازه مېوه بهر ته صادر شوې.
د نوموړي په وينا، په صادر شوې وچه مېوه کې لسګونه ډوله کشمش، شکرپاره، انځر، بادام، جنغوزه، پسته او نور شامل دي او دغه راز په تازه مېوه کې انار، انګور، خټکي، مڼې او زردالو شامل دي.
خو دى وايي، چې له کندهار څخه د وچې او تازه مېوې صادرات تر دې زيات دي، ځکه ډېرى سوداګر خپله وچه او تازه مېوه له سوداګرۍ خونې سره نه راجستر کوي.
هغه زياته کړه: ((ډېره اندازه وچه او تازه مېوه له ولسواليو څخه بارېږي، د دې لپاره چې مېوه خرابه نه شي او تر کندهار ښار پورې څو زره افغانۍ زياته کرايه پرې وانخيستل شي، سوداګر هڅه کوي خپله مېوه ژره تر ژره ورسوي، نو ځکه ډېره مېوه له راجستر کېدو پاته کېږي.))
خو ده وويل، هڅه کوي په نوي کال کې سوداګر مجبور کړي چې د صادراتو پر مهال خپله وچه او تازه مېوه له سوداګرۍ خونې سره ثبت کړي، ځکه دا کار کوم لګښت نه لري او د پخواني ولسمشر په غوښتنه د مېوو پر صادارتو د ګمرک له خوا ماليه نه اخيستل کېږي.
دى وايي، په اصل کې له کندهار څخه په راجستر او نا راجستر شوې توګه ١٥٠ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادر شوې، چې مجموعي ارزښت يې له ١٠٠ ميليونه ډالرو څخه اوړي.
هغه وويل دا مهال په زياته کچه وچه او تازه مېوه د پاکستان له لارې هندوستان ته صادرېږي، خو د دې تر څنګ پاکستان او په کمه اندازه دوبۍ ته هم صادرېږي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې د هېواد په کچه د کارتن جوړولو ٢٥ فابريکې جوړې شوې، چې له مخې يې د وچې او تازه مېوې د بسته بندي معيار ښه شوى، خو په دې برخه کې يوه ستونزه شته چې د کارتنونو پر يوه خوا د افغانستان او پر بله خوا يې د پاکستان بيرغ چاپ شوى وي.
هغه له حکومت څخه د دې کار د مخنيوي غوښتنه وکړه او ويې ويل په داسې حالت کې نورو ته دا نه معلومېږي چې دا افغاني مېوه ده او که پاکستانۍ.
ده دغه راز وويل چې د صادراتو په برخه کې لويه ستونزه د ترانسپورټ ده چې د کلونو په تېرېدو په کې هيڅ اسانتيا نه ده راغلې.
هغه زياته کړه، ((سوداګر نه يواځې د بهرنيو هېوادونو د ويزو د اخيستو په برخه کې ستونزې لري، بلکې د هوا له لارې د مېوو د صادراتو په برخه کې هم ستونزې شته، په افغانستان کې کارګو الوتکې نشته چې بهر ته مېوه ولېږدوي، که د نورو الوتکو له لارې لېږدول کېږي، نو کرايې ډېرې لوړې دي.))
زهير پر دولت نيوکه وکړه چې د مېوو د صادراتو او په بهر کې يې د مېوو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هيڅ همکاري نه ده کړې.
نوموړيل وويل: ((په هر بهرني هېواد کې د افغانستان سفارت تجارتي اتشه لري، خو موږ کله هم ونه ليدل چې هغوى دې په اړوند هېواد کې د افغانستان د محصولاتو لپاره بازار موندلى وي.))
هغه له نوې کابينې وغوښتل چې تر هر څه وړاندې د سوداګرو ستونزې حل کړي او په بهر کې دې د مېوو او نورو توليدي توکو لپاره وړ بازار پيدا کړي.
د کندهار د وچې او تازه مېوې سوداګر هم وايي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په وار وار ژمنې وشوې چې د دې ولايت انارو، انګورو او نورو مېوو ته به نړيوال بازارونه موندل کېږي او د هوا له لارې به يې د لېږد اسانتياوې برابرې شي، خو تر اوسه په دې برخه کې هيڅ و نه شول.
د حاجي عبدالاحد په نوم د تازه مېوې سوداګر پژواک اژانس ته وويل، په اوسنيو شرايطو کې يې د صادراتو په برخه کې ډېره تکيه پر پاکستان ده، خو د دغه هېواد له لارې د مېوو د صادراتو په برخه زياتې ستونزې ګالي.
هغه زياته کړه، پر افغاني محصولاتو (وچه او تازه مېوه) ډېره ګټه پاکستاني سوداګرو ته رسېږي، ځکه هغوى يې د خپل هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادروي، په کار ده د دې کار مخنيوى په نورو هېوادونو کې مېوو ته د وړ بازار په موندلو وشي.
نوموړي په دې وروستيو کې د صادراتو په برخه کې دا يو خوشحالوونکى خبر وګاڼه چې پاکستان به اجازه ورکوي چې هندوستان ته افغاني محصولات په افغان نقليه وسايطو کې د لاهور تر واګه بندر پورې ورسېږي.
خو هغه وويل چې افغان چارواکي دې دغه موضوع له پاکستان سره په جدي توګه تعقيب کړي، تر څو ژر تر ژره عملي بڼه پيدا کړي، ځکه تر دې وړاندې ورته پرېکړې شوي، خو عملي شوي نه دي.