Language

تخار کې د کارګرو او سوالګرو ماشومانو شمېر په ډېرېدو دى

تالقان (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): تخار کې د هرې ورځې په تېرېدو د کارګرو او سوالګرو ماشومانو شمېر ډېرېږي، خو ددې ولايت مسوولين وايي چې د بې وزلو ماشومانو د لاسنيوي او روزنې لپاره ډېر کم مالي امکانات په واک کې لري.

د ښار په بېلابېلو سيمو ، د هوټلونو او جوماتونو مخې ته او تفريح ځايونو کې لسګونه ماشومان ليدل کېږي چې بوټونه رنګوي، پلاستيکي کڅوړې پلوري او ښوونځي ته د تګ پرځاى راز راز نور درانه کارونو کوي او ځينو خو يې سوالګرۍ ته هم مخه کړې ده.

نهه کلن روح الله چې د ښار په تفريحي پارک کې د بوټونو پر رنګولو بوخت و او له ورايه يې د سخت ژوند تصوير تر سترګو کېده، وويل چې دوى د کور سرپرست نه لري، ځکه خو مجبور دى کار وکړي او له خپلې مور سره د خپلې کورنۍ نفقې ته اوږه ورکړي.

روح وايي، پلار يې په نشه يي توکيو روږدى دى، مياشتې کېږي چې درک يې معلوم نه دى. دى وايي چې مور يې له مجبوريته د نورو خلکو په کورونو کې جامې مينځي او دى هم له کورنۍ سره د مرستې په موخه کار کوي.

نوموړي زياته کړه: “ولې نه، زړه مې غواړي چې د کلي د نورو ماشومانو غوندې ښوونځي ته لاړ شم، درس او مکتب ښه دى، خو مجبوري ده چې مکتب نه ځم”.

روح الله سهار اته بجې له کوره وځي او مازديګر چې بېرته کور ته ځي نو په اوسط ډول د ورځې سل افغاني ګټي.

دغه راز ١٠ کلن احمد الله چې د لسګونه نورو ماشومانو په څېر يې د ماشومتوب د ژوند ارمانونه په زړه پاتې دي او له خپلو همزولو سره د لوبې پرځاى له سهاره تر بېګاه په ښار کې سوالګري کوي وايي اووه کلن و، چې دې کار ته يې مخه کړه.

احمد الله هم د نورو په څېر د کور سرپرست نه لري. دى وايي عمر يې کم دى، څوک کار نه ورکوي او تر بوټونو رنګولو بيا ورته سوالګري ښه پرېوزي. دا لس کلن ماشوم وايي که دولت دده له کورنۍ سره مرسته وکړي، نو ښوونځي ته د تګ هيله به يې پوره شي.

د تالقانو اوسېدونکي هم ددې ماشومانو له راتلونکې اندېښمن دي او وايي چې که له يوې خوا دا ډول ماشومان په ډېرې اسانۍ د جنايتکارو ډلو له خوا زيانمنېږي او ترې راز راز ګټه اخيستل کېږي، خو له بلې خوا په ډېرې اسانۍ د ترهګرو ډلو د لاس اله ګرځېداى شي. 

د تالقانو اوسېدونکی نجم الدين وايي، په ډېرو مواردو کې له دا ډول ماشومانو سره جنسي زور زياتى هم کېږي.

هغه زياته کړه: “لکه څنګه چې تاسو هم پوهېږئ، متاسفانه، زموږ ټولنه وروسته پاتې ټولنه ده. ډېر کله دا ماشومان د کوڅه ډبو هلکانو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ کېږي. دوى له ځانه د دفاع توان نه لري، دست فروش ماشومانو باندې ډېر ظلم دی، داسې پېښې ډېرې شوې دي”.

بلخوا د تخار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ادارې چارواکي بيا وايي چې د دا ډول بېوزلو ماشومانو سره د مرستې لپاره تردې مهاله کوم ځانګرى پروګرام نه لري.

ددې ادارې د کار امر او سرپرست رييس نور الدين قاري زاده وايي چې دوى ته د سوالګرو او کارګرو ماشومانو دقيقه شمېره نه ده معلومه. قاري زاده پژواک ته وويل چې دې ادارې خپلو امکاناتو ته په کتو يواځې ۱۴۵ بې وزله او سوالګر ماشومان يې له ښاره راټول کړي او په روزنتون کې يې ورته د سرپنا امکانات برابر کړي.

نوموړى وايي، چې تر دې ډېره بوديجه نه لري چې د ښار ټولو بېوزله ماشومانو سره مرسته وکړي.

ده زياته کړه: “۱۴۵ماشومان مو له ښاره راټول کړي او په روزنتون کې مو شامل کړي ، نوره بوديجه نشته، سمه ده چې د ورځې په تېرېدو د سوالګرو او کاريګرو ماشومانو شمېر ډېرېږي، خو موږ ډېر امکانات نه لرو. سږ کال د اکټيډ موسسې (ACTED) د زرو بېوزلو او سوالګرو ماشومانو له کورنيو سره د اړينو توکو مرسته وکړه”.

خو قاري زاده وايي چې د بېوزلو ماشومانو د جنسي ځورونې کوم راپور دوى ته نه دى رسېدلى، خو دا چې دغه ماشومان زيانمنونکي دي نو د هر کار شونتيا شته.

نوموړى له ديني عالمانو غواړي چې خلک د ماشومانو پر حقونو پوه کړي.

د تخار د حج او اوقافو رياست د جوماتونو مسوول مفتي حبيب الرحمن وايي، امامانو ته به دنده وسپاري چې د ماشومانو د حقونو د ساتلو لپاره په جوماتونو کې تبليغ وکړي.

د حبيب الرحمن په خبره، د اسلام شريعت له مخې له ماشومانو سره زور زياتى ناروا دى او هر مسلمان دنده لري چې د مخنيوي لپاره خپل مسووليت ادا کړي.

نوموړي زياته کړه: “خداى هرڅوک تر خپلې وسې مکلف کړي ، لومړی خو کورنۍ ظالمه ده چې خپل ماشوم په کار ګوماري. خو بيا هغه کسان چې په ماشومانو جبر کوي، فشار راوړي، دغه ټول هغه ظالمان دي، چې قران  په کلکو ټکو غندلي دي”.

افغانستان په ۱۳۷۳ کال کې د ماشومانو د حقونو نړيوال کنوانسيون لاسليک کړ، نو په دې سره يې په نړيواله کچه د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو ژمنه وکړه.

ددې کنوانسيون له مخې، غړي هېوادونه مکلف دي چې ماشومانو ته د مناسب ژوند شرايط، ښوونې او روزنې، تفريح او لوبو زمينه برابره کړي. همداراز د کنوانسيون غوښتنه دا ده چې د ماشومانو پروړاندې بدرفتاري، تبعيض او د هغوى د استثمار مخه ونيول شي او په محفوظ او صحي چاپيريال کې ژوند وکړي.

خو په افغانستان کې تراوسه د ماشومانو د ملاتړ لپاره کوم ځانګړى او جامع قانون نشته.

که څه هم د نوي حکومت مشرانو په هېواد کې کارګرو ماشومانو ژوند ته د پاملرنې ژمنې کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دى پورته شوى.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله دواړو په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې لږ ترلږه د يوه بېوزلي افغان ماشوم روزنې ته اوږه ورکړي، خو تراوسه داسې ګام چا نه دى پورته کړى.

يواځې تخار نه دى چې ماشومان په کې کار او يا هم سوالګري کوي، د کابل په ګډون په ډېر ولايتونو کې دا ستونزه شته چې کورنۍ يې لامل بېوزلي بولي.

ولسمشر غني ولسي جرګې ته په خپله وروستۍ وينا کې وويل چې اوسمهال ١،٧ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي او هغه افغانان چې په اروپا او امريکا يا د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي بايد لږ ترلږه له يوه افغان ماشوم سره مرسته وکړي چې د کار پرځاى ښوونځي ته لاړ شي.

Related Topics