ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وشو

په کونړ کې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وشو

author avatar
4 Feb 2015 - 17:13
په کونړ کې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وشو
author avatar
4 Feb 2015 - 17:13

اسعداباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٣): د کونړ ديني عالمانو او قومي مشرانو له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او هغوى يې په ستاينليکونو او د ګلانو په ګېډيو ونازول.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې نن د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په موخه جوړه شوې غونډه کې، د کونړ له مرکز سربېره د اړوندو ولسواليو سلګونو تنو ګډون کړى وو.

په دې غونډه کې مولوي ضياءالرحمن الله يار له دولته غوښتنه وکړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو په شمېر کې زياتوالى راولي، په ښو وسلو يې سمبال کړي او معاشات يې لوړ کړي.

ده زياته کړه، دولت دې د وژل شويو امنيتي سرتېرو بچيانو ښوونې او روزنې او سرپناه ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وايي: “موږ علما له خپلو امنيتي ځواکونونه په بشپړه توګه ملاتړي يو.”

يوه بل ګډونوال مولوي شاه جهان بيا وويل، په دې ډېر خوښ دي، چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته رسېدلى، چې اوس د خاورې ساتنه په خپله افغان ځواکونه کوي، چې پرې وياړي.

دى زياتوي: “د هېواد په هره سيمه کې چې بهرنۍ قواوې د سيمې د امنيت په نامه مېشتې وې، هغوى په سيمه کې شته امنيت لا پسې خراب کړى وو او په لوى لاس يې په هره سيمه کې ناامني رامنځ ته کړې وه.”

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه په يواځې توب نه شي کولى، چې د دې خاورې ساتنه وکړي، نو بايد چې ولسونه او قومونه ورسره مرسته وکړي.

 نوموړي له امنيتي ځواکونو سره د هر ډول همکارۍ چمتووالى وښود.

قومي مشر حاجي عبداللطيف د کونړ د قومونو په استازيتوب وويل، چې قومونه تل له دولت سره همکاره دي، چې ښه بېلګه يې په دانګام ولسوالۍ کې د هېواد له دښمنانو سره په جګړه کې د قومونو عملي ونډه ده.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان ډګروال ولي محمد احمدزي د دې ولايت له ولسونو نه مننه وکړه، چې له خپلو امنيتي ځواکونو نه يې ملاتړ اعلان کړ.

دى وايي: “موږ سره چې د خپلو علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ملاتړ وي، موږ به شپه او ورځ د خپلو خلکو او خاورې په ساتنه کې ستړتيا حس نه کړو.”

د کونړ والي شجاع الملک جلاله بيا وويل، دا چې کونړ يو سرحدي ولايت دى او له ګاونډي هېواد پاکستان سره ۲۶۰ کيلومتره اوږده پوله لري، وسله وال په هر ځاى کې په اسانۍ سره تګ راتګ پرې کولى شي.

د ده په وينا، که ولسونه او ديني عالمان په رښتينې توګه له خپلو امنيتي ځواکونو او دولت سره ودرېږي، نو له شک پرته به ټولې هغه د ناامنۍ ستونزې، چې اوس ورسره مخ يو، له منځه ولاړې شي.

د غونډې په پاى کې يوه ديني عالم قاري رحيم الله پرېکړه ليک ولوست، چې په کې راغلي، د کونړ ټول ولسونه د امنيت د ټينګښت په برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړي دي.

په پرېکړه کې زياته شوې، د افغان امنيتي ځواکونو د سرتېرو وژل کېدل دې شهادت وبلل شي او په بېلابېلو او بې ځايو نومونو د خلکو د وژل کېدو مخنيوى دې وشي.

وروسته د ولايت مقام او د قومي خلکو له خوا د افغان امنيتي ځواکونو افسرانو او سرتېرو ته ستاينليکونه او د ګلونو ګېډۍ ورکړل شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.