Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز پر امنيه قوماندانۍ بريد کې يو پوليس وژل شوى او ٣ تنه ټپيان دي

درېيم تعقيب (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): د کندوز امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ وسله وال بريد د پنځو بريدکوونکو او يوه پوليس په وژل کېدو او درېيو نورو په ټپي کېدو پاى ته ورسېد.

د کندوز والي محمد عمر ساپي، د دغې موضوع په يادولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى شامل دي.

نوموړي، دغه بريد د وسله والو مخالفينو کار وباله او زياته يې کړه، چې بريدکوونکو د امنيتي ځواکونو دې په نښه کولو هڅه کوله.

د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وويل، په دغه بريد کې دوه ټپيان شوي پوليس او يو ملکي ور وړل شوي او يو شمېر نور، چې تر اوسه پورې يې شمېر نه دى څرګند، د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د يوه ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

يوه عيني شاهد روح الله چې د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره قوماندانۍ ته ورغلى و، پژواک ته وويل، چې په يوه کرولا موټر کې سپرو بريدکوونکو کوښښ کاوه، چې د پوليسو له يوه رينجر موټر څخه په ګټې اخيستو امنيه قوماندانۍ ته دننه شي، خو د قوماندانۍ ساتونکو يې مخه ونيوله.

هغه زياته کړه، يو شمېر پوليس چې مړه او ټپيان وو، ليدلي يې دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وړاندې ١١ بجې پيل شو او له نيم ساعت وروسته پاى ته ورسېد.

هغه زياته کړه، يوه ځانمرګي بريدګر چې پلى روان و، په خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يې د قوماندانۍ دروازې مخې ته وچاودل او څلورو نورو بريدګرو، چې په يوه کرولا موټر کې سپاره و، هڅه کوله، چې د قوماندانۍ ودانۍ ته دننه شي، چې دغه مهال د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

د هغه په وينا، د نښتې په پايله کې دغه څلور بريدګر، چې پوځي جامې يې هم اغوستې وې، د پوليسو له لوري ووژل شول.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په بريد کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني، ياد بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې ولسمشر غني د کندوز له يو شمېر پوليسو سره په ټېلېفوني اړيکه کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوى د چټک غبرګون ستاينه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.