کلات (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٣) : د زابل چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز کلات کې يوه تن د خپلې کورنۍ اووه غړي وژلي دي .
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلانى فراهي د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه درې بجې د کلات په رسالې کلي کې رامنځته شوې ده .
دده په وينا، په وژل شويو کې دوه وروڼه ، دوه د وروڼو ښځې يوه د قاتل ښځه او دوه يې ماشومان په کې شامل دي .
سرچينه زياتوي ، ياد قاتل غوښتل چې له پېښې وروسته وتښتي ، خو پوليسو پېژندلى ، کله چې پوليسو غوښتل ويې نيسي ، نو پر هغوى يې ډزې کړي ، چې بيا د پوليسو په ځوابي ډزو کې ټپي او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړې ده .
د رسالې د کلي يوتن اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل چې ياد قاتل عصبي ناروغي درلوده او درې ورځې مخکې له زندان څخه راخوشې شوى و.
ده زياته کړه چې د کلاشينکوف په وسيله يې ياد کسان وژلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP