منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

زابل کې يوتن د خپلې کورنۍ اووه غړي ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۲ کتنې

کلات (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٣)  : د زابل چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز کلات کې يوه تن د خپلې کورنۍ اووه غړي وژلي دي .

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلانى فراهي د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل  چې دغه پېښه تېره شپه درې بجې د کلات په رسالې کلي کې رامنځته شوې ده . 

 دده په وينا، په وژل شويو کې دوه وروڼه ، دوه د وروڼو ښځې يوه د قاتل ښځه او دوه يې ماشومان په کې شامل دي .

 سرچينه زياتوي ، ياد قاتل غوښتل چې له پېښې وروسته وتښتي ، خو پوليسو پېژندلى ، کله چې پوليسو غوښتل ويې نيسي ، نو پر هغوى يې ډزې کړي ، چې بيا د پوليسو په ځوابي ډزو کې ټپي او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړې ده .

 د رسالې د کلي يوتن اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل چې ياد قاتل عصبي ناروغي درلوده او درې ورځې مخکې له زندان څخه راخوشې شوى و.

  ده زياته کړه چې د کلاشينکوف په وسيله يې ياد کسان وژلي .