ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: سنګين کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي: سنګين کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
17 Feb 2015 - 17:39
چارواکي: سنګين کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
17 Feb 2015 - 17:39

ښرنه – لښکرګاه – جلال آباد (پژواک ۲۸ سلواغه ۹۳) : چارواکي وايي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ د ذوالفقار په نامه عملياتو کې تراوسه د دولت ۳۷ وسله والو مخالفينو ته مرګ  ژوبله اوښتې او په پکتيکا کې څلور تنه  د ماين جوړولو پرمهال وژل شوي دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي چې د ذوالفقار عمليات په بريالي توګه په سنګين او ځينو نورو سيموکې روان  او د ځينو نښتو پرمهال ۲۷ تنه طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه ټپيان دي.

نوموړي وويل چې  دسنګين د کلاکز په سيمه کې دعملياتو پرمهال نښتې شوې دي چې په کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او دغه  راز ۶ نور ټپيان شوي دي.

دى همداراز وايي چې په ويشتانو او چکانو سيمه کې هم جګړه شوې ، چې اته طالبان د خپل يوه قوماندان عصمت په ګډون وژل  شوي او ددې ترڅنګ په موسی کلا کې هم  په ورته عملياتوکې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې تېره شپه د سنګين شهزاده کلا سيمه کې په هوايي بمبار  کې درې ماين خښوونکي وژل شوي او امنيتي سرتېرو څو ماينونه له چاودنې مخکې شنډ کړي دي.

ځاځي وويل، ملکي وګړو ته په عملياتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بله خوا د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار هم وايي چې تر دې مهاله عمليات بريالي دي، يواځې دګوټو په شمېر پولېس ټپيان شوي او نور په کې نه دولتي او نه هم  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز دسنګين ولسوالۍ د ټولنيزي شورا غړي حاجي عليشاه خان پژواک ته  وويل ، جګړه تر اوسه د سنګين په سوېلي  سيموکې دوام لري او تر دې مهاله ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني او وايي چې په سنګين کې جګړه دوام لري او  شپږ دولتي سرتېري يې وژلي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکا د خوشامند او وازېخوا ولسواليو ترمنځ د کارګر په کلي کې څلور ماين جوړوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د پکتيکا د ملي امنيت رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين دي او غوښتل يې په يوه کور کې ماينونه جوړ کړي.

ملي امنيت وايي چې په وژل شويو کې دوه پاکستانيان دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي  چې د خوشامند ولسوالۍ اړوند سيمه کې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته کې  شپږ طالبان وژل شوي دي.

سرچينه وايي چې نښته د فعاليت د سيمې پرسر رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د وسله والو طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې تېره ورځ يې د پکتيکا ولايت د سرروضې ولسوالۍ د شاطور په سيمه کې په سمه ييزو پوليسو بريد کړی او دوه تنه پوليس يې وژلي دي.

د سرروضې ولسوالۍ امنيتي چارواکي، او خلک وايې چې په ياده سيمه کې بريد نه، بلکي د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او بل ټپي دی.

ديوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د  بې پيلوټه الوتکې په  بريد کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې دا بريد نن غرمه مهال د خوګياڼو ولسوالۍ د کيلغو په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي، خو عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.