Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګرمسېر ولسوالۍ چارواکو خلکو ته د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل

لښکرګاه (پژواک ۳۰ سلواغه ۹۳): د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ چارواکو د لومړي ځل لپاره له محلي خلکو سره په ګډه غونډه کې هغوى ته په تېر يوه کال کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.

په دې غونډه کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون د ګرمسېر ولسوالۍ سلګونه خلکو ګډون کړى وو. چارواکو د خپلو فعاليتونو او پر وړاندې يې د شته شتونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د غونډې له ګډونوالو يې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر عمري ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تېر یوه کال د پروژو، مرسته کوونکو بنسټونو، شرکتونو، د حکومتدارۍ د ښه والي په اړه معلومات وړاندې کړل.

عمري همداراز د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د حالاتو په سمونه او کابولو کې ورسره مرسته وکړي.

ولسوالي وویل چې ګرمسیر د هیواد په کچه یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې د ټولو سیمو واک يې له دولت سره دی.

دى وايي چې د حکومت کنټرول د ولس د مرستې نتيجه ده او په همدې دليل دى چې په دې ولسوالۍ کې ټول ٣٩ ښوونځي پرانيستې دي.

ده وويل چې تراوسه ۳۲ ښوونځو ته ودانۍ جوړې شوې او دا مهال په دې ښوونځيو کې ټول ۱۱۵۰۰ تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. دده د معلوماتو له مخې، دا ولسوالي شپږ روغتیايې مرکزونه لري چې تر ډېره بريده يې روغتيايي ستونزې هوارې کړې دي.

نوموړي وویل په تېرو څو کلونو کې پر دې ولسوالۍ شپږ لوى بريدونه شوي وو، خو له امنیتي ځواکونو سربیره عام ولس ټوپک اخیستى او برید کوونکي يې له ولسوالۍ څخه ويستلي دي.

ګرمسېر د مرکز لښکرګاه سوېل ته په ۶۴ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې ۱۱۰ کیلومتره اوږده ساحه په کې شامله ده.

دا ولسوالي له ديشو ولسوالۍ سره چې له تېرو څو کلونو د طالبانو په ولکه کې ده او همداراز له پاکستان پوله لري.

په دغه غونډه کې د ګرمسیر امنیه قوماندان څارمن توریالي روهي وویل چې ددې ولسوالۍ مساحت تر ځينو ولايتونو ډېر دى خو د پوليسو کم تشکل لري او د امنيت د تامين لپاره د خلکو مرستې ته ډېره اړتيا ده.

روهي زياته کړه: “په ګرمسېر کې د یوه متر واک هم د دولت له وسله والو مخالفینو سره نشته، په ځینو وختونو کې د دوی پوستې، د ولس مخورو ساتلي څو پولیس او نور امنیتي مسوولین جګړي ته لاړشي .”

په همدې غونډه کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالجبار قهرمان وویل، په هره ولسوالۍ کې د ګرمسیر په څیر امنیت راتلای شي خو شرط يې دادی چې مسوولین پاک وي او ولس له خپل وطن سره مينه ولري.

نوموړي وویل ګرمسېر سرحدي ولسوالۍ ده او د ناامنو ولسوالیو په منځ کې پرته ده، خو دا چې خلکو يې په امنیت را وستلو کې مرسته کړې، ټولې ستونزې يې هوارې شوې دي، که د نورو سیمو خلک هم دا کار وکړي، حالت به مثبت بدلون وکړي.

تر یادې غونډې وروسته د صفار د سیمې یو تن اوسیدونکي حاجي حمید ګل وویل: “زه هغو خلکو ته حیران یم چې په سیمو کې يې جګړه وي او دوی په کراره ورته ناست وي، که يې ولس وغواړي یوه ورځ هم جګړه امکان نه لري .”

ده وویل په ګرمسیر ولسوالۍ کې د کرنې او تعميراتي چارې د ولس په همغږۍ مخته تللي او دا پر مسوولينو د خلکو د باور سبب کېږي.

دا لومړى ځل دی چې په هلمند کې د یوې ولسوالۍ په کچه مسوولین د تر سره شويو کارونو د شفافیت په موخه ولس ته معلومات او حساب ورکوي.

د یادولو ده ګرمسیر ولسوالي نږدې شپږ کاله وړاندې د امریکايي سمندري ځواکو له خوا د پنجه پلنګ عملیاتو پرمهال له وسله وال طالبانو ونیول شوه او تر هغه وروسته يې خلکو په یوه غږ د دولت ملاټر اعلان کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.