Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې عاشق او معشوق زهر وخوړل

کندوز(پژواک،١ کب٩٣): د واده په نيت له کابل څخه کندوز ته تښتېدلي هلک او نجلۍ زهر وخوړل چې له امله يې نجلۍ مړه شوه، خو هلک وژغورل شو.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٢٢ کلن وحيد او ١٩ کلنه ليلا څه موده مخکې له کابل څخه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ ته تښتېدلي وو، تر څو هلته کوژده وکړي.

دى وايي، چې دې دواړو په امام صاحب کې د خپلوانو په کور کې وخت تېراوه، خو تېره ورځ يې “مرګ موش” خوړلي وو.

هغه وويل چې ليلا روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ، خو وحيد چې د کوما په حال کې روغتون ته وروړل شو، وژغورل شو او تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوى دى.  

وحيد په ياد روغتون کې خبريالانو ته ويلي چې ده له نهو کلونو راهيسې له ليلا سره مينه لرله، خو سره له دې چې څو ځله يې کسان ور واستول، د هغې کورنۍ ونه منله چې د ده او ليلا کوژده وشي.

هغه وايي چې له همدې امله ده او ليلا له کابل څخه امام صاحب ته تېښته وکړه.

د وحيد په وينا، درې ورځې يې په امام صاحب کې له خپلوانو کره تېرې کړې، خو له دې امله چې “د خپلو کورنيو له ګواښونو او سخت ژوند” څخه ځانونه وژغوري؛ دواړو “مرګ موش” وخوړل. 

د کندوز د امنيه قوماندانۍ، د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني، وايي چې پوليسو  په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.