Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند کروندګر: د کوکنار کرلو اجازه مسوولينو راکړې

لښکرګاه (پژواک، ۴ کب ۹۳): د هلمند په ځينو ولسواليو کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي دي.

کروندګر وايي چې دولت د کوکنارو مسئله له پامه غورځولې او له بلې خوا ځايي چارواکو د پيسو په بدل کې دوى ته د دغه بوټي د کښت اجازه ورکړې ده.

د نادعلي، مارجې، ګرمسېر، ناوې، ګرشک او يو شمېر نورو ولسواليو ځينې کروندګر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې د کوکنارو کښت سيمه ييزو چارواکو ته د عايد يوه سرچينه ګرځېدلې ده.

لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي ولسوالۍ يوه کروند پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځايي چارواکو او مشرانو کروندګرو ته ويلي چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري او د اړول کېدو وېره دې نه لري.

دا کروندګر وايي، سږ کال په ټولو ولسواليو کې خلکو کوکنار کرلي او کله چې د کوکنار اړولو ضد کمپاين پيل شي، نو ځايي چارواکو ته د رشوت ورکولو له لارې يې د اړولو مخه نيسي.

په مرکز لښکرګاه کې يو دولتي چارواکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د ولسواليو ځايي چارواکي تورنوي چې د سيمې له کروندګرو ميليونونه پاکستانۍ روپۍ اخلي او په بدل کې يې د هغوى د کوکنارو کروندې نه اړوي.

د ده د معلوماتو له مخې، د کوکنار اړولو کمپاين هر کال د سلواغې ١٥مه پيلېږي، خو سږ کال تر ټاکلي مودې درې اوونۍ وروسته هم دغه لړۍ نه ده پيل شوې.

نوموړي وويل: “په دې کار کې هم د ولسواليو پر مسوولينو سربېره د لوړ پورو چارواکو لاس دی.”

همداراز د مارجې ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالاحد وايي چې که د دولت له خوا له کروندګرو سره د تخمونو، کيمياوي سرې او نورو کرنيزو وسايلو د مرستې ژمنه شوې، خو عملي بڼه يې نه ده خپله کړې.

عبدالاحد وايي چې د دولت بې عمله ژمنې د دې لامل شوې چې د کوکنارو په کښت کې زياتوالى راشي.

ده وويل: “پخوا خلکو په دښتو او هغو سيمو کې کوکنار کرل چې واک به يې د دولت له وسله وال مخالفيو سره وو، خو سږ کال په شنه سيمه (د دولت تر سيوري لاندې) په پراخه کچه کرل شوي دي.”

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى مراجان بيا وايي چې نور کرنيز محصولات دومره بازار نه لري چې ان د کروندګرو لګښت پوره کړي، نو “له دې امله يې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.”

خو مراجان وايي چې دوى ته د کوکنارو کرلو او يا نه کرلو خبره چا نه ده کړې او له همدې امله ډاډه دي چې کرل شوي کوکنار به يې نه اړول کېږي او دوى په ترې ښه حاصلات اخلي.

دغه راز د عبدالغفور په نوم د مارجې ولسوالۍ يو بل کروندګر هم وايي چې دوی د اقتصادي ستونزو له امله د کوکنار کرلو ته اړ شوي دي.

بلخوا د ګرمسېر ولسوال ايوب عمرعمري د مالي امکاناتو د نشتوالي خبره کوه او وايي چې د هلمند له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په تېرو دوو کلونو کې د کوکنارو د اړولو له درکه ٢،٣ ميليونه افغانۍ پوروړى دى.

عمري وايي چې د کوکنارو اړول تراکتورونو ته اړتيا لري او هغو کسانو چې په تېرو دوو کلونو کې يې په دغه کمپاين کې برخه اخيستې وه خو خپلې پيسې يې ترلاسه نه کړل، بيا نه حاضرېږي چې د خلکو کوکنار واړوي.

ولسوال په وينا، د کښتونو اړولو لپاره ځانګړي شوي تراکتورونه ټول خراب دي.

 هغه وويل، تېر کال هم د تراکتورونو د خرابوالي له امله په ځينو سيمو کې د کوکنارو اړول پاتې شول.

دى وايي چې له همدې امله ځيني کروندګر فکر کوي چې ګواکې د پاتې شوو کروندو په بدل کې چارواکو پيسې اخستې دي.

ولسوال وايي که دغه ځل بيا هم د تېر په څېر کار وشي، نو کروندګر به تورونه لګوي.

بلخوا د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار هم مني چې د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو د کر کچه لوړه شوې ده.

خو رسوليار وايي چې دوى ته داسې اسناد او شواهد لاسته نه دي ورغلي چې وښيي سيمه ييزو چارواکو دې کروندګرو ته د کوکنار کرلو اجازه ورکړې وي.

نوموړى وويل چې دولت د کوکنارو اړولو ته ژمن دى او که د چارواکو د لاسوهنې په اړه دوى ته اسناد په ګوتو ورشي، نو عاملين به يې عدلي ارګانونو ته معرفي شي.

بلخوا په هلمند کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس لعل محمد عزيزي وايي چې دوى تر دې مهاله د کوکنار اړولو کمپاين نه دى پيل شوى، خو په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې پيل شي.

عزيزي وايي، د دوى په پلان کې ده چې سږ کال پر پنځه زره هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار واړوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس دا مني چې د تېر کال د کوکنارو کمپاين قرضونه ورپاتې دي او اوسمهال هم تراکتورونه خراب دي، خو وايي چې دا ستونزې به هواره کړي او له پلان سره سم به مخته ولاړ شي.

نوموړي وويل چې تر اوسه له دوى سره دقيق معلومات نشته چې په هلمند کې څومره کوکنار کرل شوي، خو داسې ښکاري چې د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېره وي.

د يادونې ده، تېر کال په هلمند کې شاوخوا ١٠٣ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوې وو.

په پام کې وه چې له دې ډلې ١٠ زره هکتاره د دولت له خوا واړول شي، خو وروسته د هلمند مسوولينو وويل چې دوى يواځې وکولى شول ٢١٥٠ هکتاره ځمکه د دې بوټي له شتونه پاکه کړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت يوازې د ٧٠٠ هکتاره کوکنارو اړول تاييد کړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.