کندوز (پژواک، ٧ کب ٩٣): د کندوز والي وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يو لوړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې سل وسله وال مخالفين، ١٤ دولتي سرتېري او درى ملکي وګړي وژل شوي دي.
محمد عمر ساپي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، په دغو عملياتو کې چې له تېرو دريو اونيو راهيسې دوام لري، ١٦٠ وسله وال مخالفين او ٦٠ دولتي سرتېري ټپيان شوي هم دي.
هغه زياته کړه، د هغو عملياتو په ترڅ کې چې ملي، سرحدي او سيمه ييزو پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په کې ګډون درلود، لسګونه کلي له وسله والو پاک شوي، د هغوى ٣٠ ميله بېلابېل ډول وسلې ترلاسه شوې او پر دې سربېره يې دوه موټر هم په کې ويجاړ شوي دي.
د کندوز والي وويل چې دغه چاڼيز عمليات د امام صاحب ولسوالۍ په تاشګذر سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له امنيتي مرکزه پيل شول او تر اوسه پورې د وسله والو له شتون څخه ٢٥ کيلومتره سيمه پاکه شوې او عمليات لا تر اوسه پورې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفينو په تکرار سره ويلي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د دوى مرګ ژوبله ډېره کمه ده، خو امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او طالبان په دغه ولسوالۍ کې فعاله ونډه لري.
د کندوز والي، د دواړو لورو تر منځ د نښتو پر مهال د دريو ملکي وګړو له وژل کېدو هم خبر ورکړ او ويې ويل: “د عملياتو پر مهال هڅه کوو چې غير نظاميانو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي او له همدې امله دغه عمليات په تاکتيکي ډول پر مخ ځي.”
د امام صاحب له ولسوالۍ بېځايه شوي چې خپل شمېر دوه زره کورنۍ بولي، وايي چې دوى د کندوز په ښار، د دغه ولايت د دشت ارچي او د تخار ولايت په خواجه ولسوالۍ کې له ستونزو ډکو شرايطو کې ژوند کوي او دولت بايد دوى ته خپلو کورونو ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.
د ګجيرخانې کلي يوه اوسېدونکي عصمت الله وويل: “درې اوونۍ کې چې د کندوز په ښار کې د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره د خپلوانو په کور کې ژوند کوم او خپل کور ته د ستنېدو انتظار باسم.”
هغه زياته کړه، هره ورځ د مزدورۍ لپاره د کندوز ښار ته ځي، خو بېرته کور ته تش لاسونه را وګرځي.
د کندوز والي وويل چې دغه عمليات به د ټولو ځپل شوو سيمو تر پاکېدو پورې دوام پيدا کړي او د سيمو له خوندي کولو وروسته به يادو کورنيو ته د بېرته ګرځېدو زمينه برابره شي.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه پورې له يادې ولسوالۍ ٣٥٠ بې ځايه شوې کورنۍ د کډوالو رياست او يو شمېر نورو مرسته کوونکو موسسو له لوري پېژندل شوې او ٣٠٠ کورنۍ به په راتلونکې اونۍ کې وپېژندل شي او دوى ټول به د دولت او مرسته کوونکو موسسو له همکارۍ برخمن شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP