Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فارياب کې  ماين چاودنې پنځه ښځې وژلې

ميمنه، شبرغان (پژواک، ٩ کب ٩٣): په فارياب ولايت کې پنځه تنه د ماين چاودنې او په جوزجان کې دوه تنه د ترافيکي پېښې له امله وژل شوی او د ولسي ځواک يوه ١٢ کسيزه ډله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوه.

 

د ګرزيوان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيدغريب وايي چې دغه ماينونه نن سهار په غوزيان سيمه کې د ولسي ځواک په يوه پوسته کې چاودېدلي دي.

 

هغه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه له دغو ځواکونو ١٢ تنه له وسله والو مخالفينو سره تر يو ځاى کېدو وروسته په پوسته کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو چې د پوليسو له راتګ سره وچاودېدل، خو خپله د دوى د کورنيو پنځه غړي په کې ووژل شول.

 

امنيه قوماندان زياته کړه، دغه پنځه ښځې د خپلو کورنيو د غړو له يو ځاى کېدو څخه تر خبرېدو وروسته هغه مهال پوستې ته ورسېدې چې ماينونه وچاودېدل، پنځه واړه ووژل شوې او يو ماشوم ژوبل شو.

 

د فارياب ولايتي شورا مشر صبغت الله سېلاب مولوي زاده او د ګرزيوان ولسوالۍ اوسېدونکي وويل ١٥٠ ولسي ځواکونه چې ١٠ يې وسله والو وال وو، له دې پوستې څخه له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.

 

هغه زياته کړه: ((دغو کسانو په پوسته کې د ماينونو اېښودلو له لارې له خپل ځانو او کورنيو سره جفا کړې ده.))

ولسي ځواکونه هغه سرتېرو  ته ويل کېږي چې په خپلو وسلو او امکاناتو د دولت پر ملاتړ له وسله والو مخالفينو سره جګړه کوي.

 

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

له بلې خوا په جوزجان ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې دوه کسه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د اپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي وايي چې دغه ځوانان سرپل ولايت ته د سپې جنګولو مېلې ته روان وو چې کرولا موټر يې د جوزجان د مرکز شبرغان په اړونده سيمه کې د زيات سرعت په سبب له دېوال سره ټکر وکړ.

 

هغه زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى او د درملنې لپاره د شبرغان روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.