جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۳): په ختيخ کې د ۲۰۱ سرحدي زون درستيزوال وايي چې ډېر ژر به يو شمېر وسله وال له جګړې لاس واخلي او له سرحدي پوليسو سره به يو ځای شي.
سمونوال محمدايوب حسين خېل دا څرګندونې د کب په ١٤مه د سرحدي پوليسو د ختيځ زون په قوماندانۍ کې د هغو اوو طالبانو په اړه پژواک خبري اژانس ته وکړې چې روانه اوونۍ په نورستان کې له سرحدي پوليسو سره يو ځای شوي دي.
حسين خېل زياته کړه چې د طالب قوماندان عبدالهادي په مشرۍ دې ډلې وسله والو طالبانو د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګواردېش په سيمه کې جګړه کوله.
هغه وايي: ((دوی له خپلو وسلو سره هلته زموږ له اووم کنډک سره يو ځای شوي، حقيقت يې درکړی او راغلي، موږ به دوی د سولې پروسې ته وسپارو.))
دى وايي: ((زه د مطبوعاتو له لارې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به په کونړ، ننګرهار او نورستان ولايتونو کې هغه وروڼه چې د نظام او حکومت په خلاف جنګېږي له جګړې لاس واخلي او له سرحدي پوليسو سره به يو ځای شي.))
حسين خېل په دې اړه نور ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې سرتېرو يې په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نيولي دي.
بلخوا د يادو وسله والو قوماندان عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه له خپلو وسلو او اوو ملګرو سره په نورستان ولايت کې سرحدي پوليسو ته تسليم شوم، موږ پر دې پوه شو، چې مشران مو د پاکستان د ګټو لپاره جګړې ته هڅوي؛ ځکه مو له جګړې لاس واخيست.))
نوموړي وويل هيله لري چې تر دې وروسته په خپل هېواد کې سوله ييز ژوند وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو اوو طالبانو د تسليمېدو او يا هم په ختيځ زون کې له سرحري پوليسو سره د نورو وسله د يو ځای کېدو د خبر په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن