کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): اجرائيه رييس وايي، د هغو زندانیانو په خلاصون کې دې جدي اقدام وشي، چې د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم په زندان کې شپې سبا کوي.
نوموړي، دغه څرګندونې، نن د ده په مشرۍ د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزونو او محبسونو د عالي شوراګانو په غونډه کې کړې دي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، چې د زندانونو د عالي کمېټې غړی دی، وویل چې د مناسبو توقیف ځایونو کمښت، د صحي امکاناتو لږوالی، په ولایتي کچه د زندانونو نامناسب موقعیتونه، د کافي ځای نه شتون او تشکیلاتي کمښت یې له اساسي ستونزو څخه دي.
د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کي د محابسو عمومي ريیس وویل، چې د زندانیانو ورځ تر بلې زیاتېدونکې شمېرې او د امکاناتو چمتو کولو لپاره د اړینې بوديجې نه شتون یې د معیارونو پوره کولو په مخ کې تر ټولو ستر خنډونه دي، خو په خبره یې، چې ښځينه زندانونه د نارینه وو، په پرتله له ښه حاله برخمن دي.
ده زياته کړه، همدا مهال په ۱۴ ولایتونو کې یا خو هېڅ زندان نشته او یا هم پر نشت حساب دي، چې کلونه مخکې جوړ شوي او په هېڅ صورت د لوی شمېر زندانیانو د ژوند کولو لپاره مساعد نه دي.
بندیانو ته د حرفوي زده کړو زمینې مساعدول، دوسیو ته پر وخت رسيدګي، په محابسو کې د نشه يي توکو د استعمال مخنیوی او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی، هغه موضوعات وو، چې د زندانونو د عالي شورا غړو پرې بحث کړی دى.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د زندانونو د عالي شورا په غونډه کي د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله، چې په ګډه سره بندیانو ته د روغتیايي خدماتو رسولو لپاره ترتیب شوی پروتوکول- چې پر بنسټ به یې په تدریجي توګه دغه مسوولیت له عامې روغتیا وزارت څخه کورنیو چارو وزارت ته انتقالېږي، عملي کړي.
هغه د ښځينه زندانونو د حالت ښه کولو او هلته د شته کوچنیانو لپاره د وړکتون جوړولو په اړه هم اړوندو ادارو ته، د امکاناتو په چوکاټ کې د عاجلو اقداماتو کولو امر کړی دى.
اجرائیه ريیس یادې شورا ته دنده سپارلې، څو د هغو زندانیانو په خلاصون کې جدي اقدام وکړي، چې د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم په زندان کې شپې سبا کوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغه راز نن، د کوچنیانو د اصلاح او تربیې مرکزونو د عالي شورا غونډه هم وشوه، چې په کې د یادې برخې د کارونو پر ښه کېدو بحث وشو.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د عدلیې وزارت مرستیال وویل، چې په اصلاحي مراکزو کې د استادانو کمښت، د استادانو کلنۍ رخصتۍ، په یو شمېر ولایتونو کې د اختصاصي محکمو نه شتون، د ښځينه پولیسو کمښت، په صحي برخو کې ستونزې او عدلي طب ته لږ لاسرسی، هغه موارد دي، چې د دوی د کارونو د ښه اجرا مخه یې نیولې ده.
هغه زیاته کړه، چې ضامن نه لرل، د وکیل نیونې د حق په اړه لږ پوهاوی، زندانیانو ته د جرم نوعیت نه بیانول او یو تعداد نورو قانوني حقونو څخه نه برخمن کېدل هم هغه ستونزې دي، چې حل یې په اصلاحي مرکزونو کې د تنکيو ځوانانو له راتلونکي سره مرسته کولای شي.
د دې وزارت مرستیال وړانديز وکړ، چې د ارشاد، حج و اوقاف، کار او ټولنیزو چارو، روغتیا او پوهنې وزارتونه دې، د ماشومانو د اصلاح مرکزونو کې د حالت ښه کېدو لپاره د عامه پوهاوي، حرفوي زده کړو کولو، روغتیايي خدماتو ته لاسرسي او لازمې پوهې تر لاسه کولو لپاره خپل امکانات په کار واچوي.
خبرپاڼه زياتوي، د غونډې نورو برخه والو د حقوقي مرستو ترلاسه کول او وکیل موندنه، څارنوالانو ته د امکان تر حده له قید څخه د ماشومانو ژغورنې په اړه پوهاوی ورکول، د روزنیزو پروګرامونو دایرېدل او ضمانت موندنې په برخه کې د مواردو اسانتیا له پورته يادو شوو ستونزو سره په مبارزه کې مؤثرې لارې یادې کړې.
د خبرپاڼې په حواله، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د کوچنیانو د اصلاح او روزنې د عالي شورا برخه والو ته وویل، چې تنکي ځوانان د هیواد په راتلونکي کې اساسي رول لوبوي او باید دې برخه کې تر راتلونکې غونډې لازم اقدامات سر ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اصلاح او روزنې مرکزونه باید له نوم سره سم، د ماشومانو په اصلاح کې مؤثر تمام شي او هغه شمېر ځوانان، چې نن هلته شپې تېروي، باید د سبا جوړوونکي شي.
د هغه په وينا، ټولې اړوندې ادارې دې په ګډه څارنوال ته د کوچنیانو په مقابل کې د هغوی د قانوني مسوولیتونو د وضاحت لپاره پر مشخصو پروګرامونو کار وکړي او په دې اړه دې اجراآت شریک کړي.
اجرائیه رئیس یادونه کړې، چې د اصلاح مراکزو ته د داخلېدونکو کوچنیانو عمر ته دې تر هرڅه وړاندې پاملرنه وشي، او هلته د شته ماشومانو دوسیې دې په ټاکلي وخت کې فیصله شي.
نوموړي ارشاد، حج و اوقاف، اطلاعاتو فرهنګ او پوهنې وزارتونه مکلف کړي، څو د شته امکاناتو دننه، اصلاحي مراکزو کې د ساتل کېدونکو ماشومانو د پوهاوي کچې لوړولو، هغوی ته د تعلیم زمینې مساعدولو او کسب زده کړې چانسونه چمتو کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP