Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په ځانمرګي بريد کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک ٢٥ کب ٩٣): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ځانمرګي بريد له امله دوه عام وګړي او دوه پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

 دغه بريد نن مازديګر شا وخوا ٤:٣٠ بجې له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر په وسيله د لښکرګاه ښار د تلاشۍ په ورودي دروازه کې تر سره شوى دى.

 د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې دغه موټر د لښکرګاه ښار ته دننه کړي چې د دولتي سرتېرو له لوري د تلاشۍ پر مهال يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

 هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې يو پوليس وژل شوى او دغه راز درې پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي چې روغتون ته د لېږدولو پر مهال د يو شمېر ټپيان روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و.

 خو د لښکرګاه په ښار کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې روغتون ته د دوو پوليسو او دوو ملکي وګړو (يوې ښځې او يوه سړي) مړي او همدارنګه دوه پوليس او دوه نور ملکي وګړي (يو ماشوم او يوه انجلۍ) په ټپي حالت کې  راوړل شوي دي.

 د پېښې يوه عيني شاهد فضل خالق وويل: ” ما د موټرو پلورنځي ته خپل موټر راوستى و چې يوه سخته چاودنه رامنځته شوه.”

هغه زياته کړه، چې هغه مهال يې په وينو ککړ يو شمېر پوليس او ملکي وګړي تر سترګو شول.

د دغه ځانمرګي بريد مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.