Language

ماين چاودنو دوه تنه ووژل او ٧ نور ټپيان کړل

خوست، هرات (پژواک ٢ ورى ٩٤): په خوست او هرات ولايتونو کې د ماينونو د چاودنو له امله دوه تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان دي.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام په شاوخوا 06:45 بجو د خوست ښار په سرګردان چوک کې د ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي د يوه دوکان مخې ته ځای پرځای شوي وو، چې د چاودېدو په پايله کې يې يو تن چوکيدار ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې چوکيدار او يو ماشوم وژل شوي او يو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د يوه بل خبر له مخې، په هرات ښار کې د ماين چاودنې له امله د دوو پوليسو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماخوستن شاوخوا ٧:٣٠ بجې د هرات ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ترقي پارک ته مخامخ او د ولايت له مقام سره نږدې په يوه سيمه کې د ماين چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، کله چې پوليس د څېړنو لپاره سيمې ته ورسېدل، نو په همدې مهال يوه بله چاودنه هم وشوه، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس او ٤ عام وګړي ټپيان شوي دي.

د يادو دواړو ماين چاودنو مسووليت، تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخيستی.