زابل (پژواک، ٣ ورى ٩٤): د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي، د نوي ښوونيز کال په بهير کې د زابل د تړلو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره جدي هڅې کوي او هيله من دي چې ډېر ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.
په هغو مراسمو کې چې د نوي ښوونيز کال د پيل په خاطر د کلات ښار په شيخ مټي لېسه کې جوړ شوي وو، د پوهنې د رياست مسوولينو ژمنه وکړه چې سږ کال به تړلي ښوونځي پرانيزي او د پرانيستو ښوونځيو د زده کوونکو ستونزې به پر وخت هواروي.
د پوهنې رييس رحيم الله لودين د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر ۱۳۹۳ ښوونيز کال کې په زابل کې د ۲۳۸ ښوونځيو له ډلې يواځې ۹۰ ښوونځي پرانيستي وو او پاتې ټول د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.
هغه زياته کړه، لا هم د زابل ۴۰ – ۵۰زره نجونې او هلکان د زده کړې له نعمته بې برخې دي او عمده علت ناامني ده.
د ده په خبره، په تېرو دريو مياشتو کې يې د زابل د بېلابېلو ولسواليو له قومي مشرانو او مخورو سره ليدنې کړي او د بندو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره يې ورڅخه مرسته غوښتې چې هغوى هم د پوره همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د زابل د پوهنې رييس وايي، د ښوونيز کال په لومړۍ اوونۍ کې په پلان کې لري چې لس تړلي ښوونځي بېرته خلاص کړي او دا لړۍ د ټولو بندو مکتبونو تر پرانيستو پورې وغځوي.
بلخوا د زابل يو شمېر زده کوونکي وايي، د پوهنې رياست د پرانيستو ښوونځيو ستونزو ته پاملرنه نه کوي، د تړلو ښوونځيو د خلاصون خبره خو پرېږده.
د شيخ متي دوهم نمبر لېسې يوه زده کوونکي سميع الله پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يې پوره کتابونه نه درلودل او د مسلکي ښوونکو کمى هم د دوى د زده کړې پر وړاندې يوه ستونزه وه.
نوموړي وويل چې سږ کال بايد زده کوونکو ته درسي کتابونه پر وخت ورکړل شي او هم يې د مسلکي ښوونکو غم وخوړل شي.
يو بل زده کوونکى عبدالحميد بيا وايي چې په ښوونځي کې يې د اړتيا مطابق چوکۍ او مېزونه نشته.
د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين وايي، په نوي تعليمي کال کې يې د پرانيستو ښوونځيو د زده کوونکو لپاره پوره چمتووالى نيولی او هېڅ ستونزه به ونه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن