ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او امریکایي مشرانو په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل

افغان او امریکایي مشرانو په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل

author avatar
24 Mar 2015 - 21:22
افغان او امریکایي مشرانو په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل
author avatar
24 Mar 2015 - 21:22

واشنګټن ( پژواک، ۴ وری ۹۴ ) : ولسمشر اشرف غني  او اجراییه ر ییس ډاکټر عبدالله په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او نورو چارواکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د وري په ۴مه، د افغانستان په وخت ماخوستن مهال په شاوخوا اتو بجو د سپینې ماڼۍ  په اوول دفتر کې ترسره شوه، د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن هم شتون درلود.

تر اوسه ددې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د مخکنیو راپورونو له  مخې ددې لیدنې په ایجڼدا کې مهمه موضوع له افغانستان څخه دټولو امریکایی سرتیرو د ویستلو مهالویش و.

دغه راز په دې لیدنه کې دافغانستان دسولې پر پروسې هم خبرې اترې شوې دي.

کله چې دافغانستان او امریکا مشران داوول دفتر ته راورسیدل ، نو یو شمیر افغان او نورو خبریالانو ته یواځې د عکسونو اخیستلو اجازه ورکړل شوه.

تر هغې وروسته په داسې حال کې ددوی ترمنځ خبرې پیل شوې چې اوباما، اشرف غني او ډاکټر عبدالله پخپلو کې د خندا په حالت کې خبرې کولې.

تر دې مخکې د افغانستان پلاوي په هغو مراسمو کې ګډون وکړ، چې په افغانستان کې دامریکا د وژل شویو سرتیرو په یاد شوي وو.

افغان پلاوي دغو سرتیرو ته پیرزوینې وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده، چې څو شیبې وروسته دافغانستان او امریکا مشران یوې ګډې خبري غونډې ته وینا  وکړي.  

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.