ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٤): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يوې مېرمنې خپل ١٥ کلن لېور پر ډزو وژلى دى.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ سرپرست نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ښرنې د شېرخان په کلي کې رامنځته شوې ده.
د عبدالرحيمزي په خبره، په لومړي سر کې ويل کېدل چې دغه ١٥ کلن ځوان ځان وژنه کړې ، خو پلټنو وښوده چې د خپلې ورېندارې له خوا د شپې ناوخته پر ډزو وژل شوى دى.
نوموړي وويل چې په قتل تورنه مېرمن د پوليسو له خوا نيول شوې او پر خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.
دې مېرمنې پژواک ته وويل چې لېور يې د کور په کارونو کې بېځايه مداخله کوله او دا يې څو ځلې پر مرګ ګواښلې وه. “زه هم مجبوره شوم، ومې واژه.”
د وژل شوي هلک ورور حبيب هم تاييدوي چې ورور يې تېره شپه ناوخته د خوب پر مهال د ورېندارې له خوا پر ډزو وژل شوى دى، خو په دې اړه يې له نورو خبرو ډډه وکړه.
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې روغتون ته د يوه تن جسد ور وړل شوى چې د سينې په برخه کې مرمۍ خوړلې ده.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د ياد ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې دوه وسله وال غله له دوو کلاشينکوفونو او يوه موټرسايکل سره نيول شوي دي.
عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې دغو غلو د ښرنې—يحيى خېلو پر لاره له خلکو موبايلونه، پيسې او موټر سايکلونه غلا کړي وو او د غلا پر مهال د پوليسو له خوا ونيول شول.
په غلا تورنو پر خپل جرم اعتراف وکړ. يوه يې پژواک ته وويل چې دا لومړى ځل و چې دوى په غلا لاس پورې کړى دى.
د يادونې ده، يوه مياشت وړاندې هم په يحيى خېلو کې دوه تنه له غلا شوو سامانونو سره لاس په لاس نيول شوي وو.