ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرديوال: سرحدي ولسواليو کې دې سيمه ييز پوليس فعال شي

ګرديوال: سرحدي ولسواليو کې دې سيمه ييز پوليس فعال شي

author avatar
25 Mar 2015 - 15:54
ګرديوال: سرحدي ولسواليو کې دې سيمه ييز پوليس فعال شي
author avatar
25 Mar 2015 - 15:54

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه دې په ټولو سرحدي ولسواليو کې سيمه ييز پوليس رامنځ ته شي.

ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ لري چې په ۱‍۴ کې يې د ۱۶۴۰ په شمېر سيمه ييز پوليس فعال دي او ټاکل شوې چې د سره رود په ولسوالۍ کې هم د سلو په شمېر دا پوليس رامنځ ته شي، خو د دغو ولسواليو  ډېرې يې سرحدي ولسوالۍ نه دي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال له پرواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د يادو ولسواليو ترڅنګ بايد په ټولو سرحدي ولسواليو کې سيمه ييز پوليس رامنځته شي.

نوموړي وويل: (( موږ هيله لرو په ټولو هغو سرحدي ولسواليو کې چې امنيتي ستونزې په کې دي،د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړل شي.))

ګرديوال زياته کړه، چې په يو شمېر سرحدي ولسواليو کې سيمه ييز پوليس شته، خو شمېر يې کم دى او بايد تشکيلات يې ډېر شي.

د ده په خبره :(( د مومندرې په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ۵۰ تنه دی، دا بايد حداقل ۲۰۰ تنو ته لوړ شي .نو په ټوله کې اړتيا ده چې په سرحدي ولسواليو کې دا پوليس رامنځته شي.))

د والي مرستيال وايي چې په ننګرهار  کې سيمه ييزو پوليسو پر امنيت ښه اغېزه لرلې او د ده په وينا خپلې دندې په سمه توګه ترسره کوي.

دغه راز د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې لوا درستيزوال ډګروال محمدجان پژواک اژانس ته وويل چې سيمه ييز پوليس په ننګرهار ولايت کې ښه ثابت شوي دي.

د ملي اردو دې چارواکي زياته کړه: (( سيمه ييز پوليس د سيمې په دود او دوستور ښه پوهېږي، په ننګرهار ولايت کې ډېر ګټور ثابت شوي، موږ سره ښه همغږي لري او کله چې له ستونزو سره مخ وي ملي اردو ورته ژر رسېده ګي کوي.))

نوموړي هم د سيمه ييزو پوليسو د زياتېدو غوښتنه پر ځای وبلله او يادونه يې وکړه چې د دې پوليسو د تشکيل زياتول به ګټور وي.

روانه اوونۍ د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان پاسوال عليشاه احمدزي په جلال اباد کې د پژواک له خبريال سره په مرکه کې ويلي وو په هغو سيمو کې سيمه ييز پوليس ډېروي چې اړيتا يې وي.

د سيمه ييزو پوليسو دا چارواکي وايي: ((موږ د خلکو د غوښتنې او اړتيا په صورت کې د  سيمه  ييز پوليسو تشکيلات ډېروو .))

د شمېرو له مخې د هېواد د ۲۹ ولايتونو په ۱۵۴ ولسواليو کې تر  ۳۰ زره پورې سيمه ييز پوليس پر دندو بوخت دي.

چارواکي وايي چې دغو پوليسو په ناامنو سيمو کې پر امنيت ښه اغېزه لرلې او پرمختيايي کارونو ته ښه زمينه برابره ده خو په يو شمېر ولايتونو کې بيا له دغو پوليسو شکايتونه هم کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.