لښکرګاه (پژواک، ١٥ ورى ٩٤): د هلمند امنيتي چارواکي وايي؛ د تريخ ناور تر تصفيې وروسته په پوځي عملياتو کې دوه نورې نږدې سيمې د ناوې ولسوالۍ شورشورک او د مارجې شين غزک سيمې له طالبانو پاکې شوې دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لېوا د څلورم کنډک قوماندان ډګرمن حنيف الله شينواري په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دا سيمې تريخ ناور ته نږدې د طالبانو مهم پټنځايونه او د واک مرکزونه وو.
شينواري وويل چې ملي اردو له پوليسو سره په ګډه دا سيمې د خلکو په مرسته له هر ډول مقاومت پرته چاڼ کړي او د امنيت د خوندي کولو لپاره به په کې سرتېري مېشت شي.
نوموړى وايي دا سيمې له کلونو راهيسې د دولت په حاکميت کې نه وې او په تصفيې سره به يې د مارجې، ناوې او نادعلي ولسواليو او نورو نږدو سيمو کې د ناامنۍ ګواښونه يو څه راکم شي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي بيا له امنيتي چارواکو غواړي چې په سيمه کې د تلپاتې امنيت لپاره هڅه وکړي او د دغه هدف د ترلاسه کېدو لپاره هغوى د حکومت تر څنګ ولاړ دي.
حاجي خالقداد چې د شور شورک سيمې اوسېدونکى دى خبريالانو ته وويل چې اوس هم په سيمه کې طالبان شته او حکومت ته په کار ده چې لاس تر زنې کښې نه ني او د مخنيوي لپاره يې لاس په کار شي.
هغه وويل که امنيتي ارګانونه همغږي وي، نو په سيمه کې د ناامنۍ مخنيوي ګران کار نه دى.
د ناوې ولسوالۍ د شورشورک اوسېدونکى عبدالقادر وايي چې "طالبانو خلک ځورول، په لارو او کورونو کې به يې ماينونه اېښودل" چې په چاودنو کې ګڼ شمېر ملکيان وژل شوي دي.
عبدالقادر زياتوي، د سيمې ځيني عام خلک پخوا تر دې د طالبانو په نوم وهل شوي او بنديان شوي دي او اوس له امنيتي ځواکونو غواړي چې پرې نه ږدي دا سيمه يو ځل بيا د طالبانو لاسته ولوېږي.
د شين غزک سيمې اوسېدونکى نورمحمد وويل چې که اړتيا وي نو د دولت په ملاتړ به ټوپک هم را واخلي، خو چې په سيمه کې امنيت ټينګ شي او بيا طالبانو ته سيمه ورپاتې نه شي.
نورمحمد زياتوي چې که حکومت وغواړي او په سيمه کې د دوامداره امنيت پلان ولري، نو خلک به هم ورسره مرسته وکړي.
د يادونې ده، شورشورک او شين غزک ته نږدې د تريخ ناور سيمه هم دوه اوونۍ وړاندې د ذوالفقار روانو عملياتو په اوږدو کې د طالبانو له ولکې خلاصه شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP